لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې د سیاستمدارانو پر ضد کاروایي - عدالت که انتقام؟


د پاکستان پخوانی وزیراعظم، نواز شریف، له احتساب عدالت څخه زندان ته د تلو پرمهال
د پاکستان پخوانی وزیراعظم، نواز شریف، له احتساب عدالت څخه زندان ته د تلو پرمهال

پاکستان کې د تحریک انصاف ګوند د حکومت راتلو سره سم، د سیاستمدارانو په ضد د مالې ټګیو سره تړلو قضیو په کاروایي کې تندي لیدل کیږي. بله خوا د حکومت مخالف سیاسې ګوندونه دا د حکومت انتقامې کاروایي بولي.

د ګل/دوشنبې په ورځ د حکومت مخالفه پیپلز ګوند مشر آصف علي زردارې او د هغه خور فرېال تالپور د جعلي بینک اکاونټونو د کیس په تړاو، په اسلام آباد کې د پلټنو مرکزي ادارې دفتر ته حاضر شول، چیرته چه د اېف آی اې چارواکو د دوی نه پلټنې وکړې.

د اېف آی اې دریځ دا دی چه د پاکستان څخه اربونه روپۍ د غیر قانونې او جعلي بینک اکاونټونو د لارې نورو هیوادونو ته لیږلې شوي او په دې اړه چه حکومتي ادارې ته د کوم مهمو کسانو په ضد شواهد ترلاسه شوي، هغو کې د آصف علي زرداري او د هغه د ځینو نیزدې ملګرو نومونه هم شامل دې.

لندن کې د خپل آمدن نه زېات اثاثې لرلو په تور د راولپنډۍ په اډېاله زندان کې بندي د هیواد پخوانې وزیراعظم او د حکومت مخالفه مسلم لیګ نواز ګوند قاید نواز شریف هم نن په سختو حکومتي انتظاماتو کې یو ځلي بیا د اسلام آباد احتساب عدالت ته وړاندې کړای شو، چیرته چه د نواز شریف په ضد د ټیکس پټولو او مالي ټګیو په سر العزیزیه او فلیګ شیپ نومي رېفرېنسونه یا د قضیو اوریدنې دوام لري.

د سترې محکمې درې کسیزه بینچ د نواز شریف د وکیل له خوا د دغو قضیو د فیصله کولو لپاره د روان کال تر دسمبر میاشت پورې د مهلت خواست رد کړ او احتساب عدالت ته یې امر وکړ چې دغه قضیې دې د شپږو اونیو په دننه کې فیصله کړي.

دا په داسې حال کې ده چه د پیپلز ګوند او مسلم لیګ نواز په شمول، د پاکستان یو شمیر لوی او واړه حکومت مخالفه سیاسي ګوندونه د جولای ٢٥مې د انتخابې نتیجو په ضد په ګډه اعتراض لري.

د تیر خالي/شنبې په ورځ د دغه اتحاد د مشرانو په غوڼده کې هم د سیاستمدارانو پر ضد د قضیو معامله راپورته شوې وه.

له غونډې وروسته، له میډېا سره خبرو کې د مسلم لیګ نواز ګوند د ملي اسمبلې غړي احسن اقبال وویل چه دوی د سیاستمدارانو پر ضد د قانونې کارواېیو غندنه کوې او دا د واکمن تحريک انصاف ګوند د خپل سياسې مخالفينو په ضد انتقامې کاروايي ګڼي.

بل پلو د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه د گل/دوشنبې په ورځ اسلام آباد کې د هیواد له نوي وزیراعظم عمران خان سره یو په یو لیده کاته وکړل.

پاکستان کې د حکومت مخالف ګوندونه تور لګوي چه ګني پوځ په انتخاباتو کې د تحريک انصاف ګوند سره مرستې کړي او د دغه ګوند په واک کې راتلو لپاره یې لاره هواره کړې، خو د پاکستان پوځ او تحريک انصاف په انتخاباتو کې د پوځ د لاسوهنې تورونه ردوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG