لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کراچۍ : چاؤدنه کې دماشومانو پشمول ١١ کسان وژل شوي


کراچۍ دپاکستان ترټولو ستر اقتصادي ښار گڼل کيږي خو دتيرو څو کلونو راهسې په دغه ښار کې د تشدد،بمي چاودنو اؤ هدف وژنې پيښې بيخي سيوا شوي چې پکې تر دې مهاله په زرگونو وگړي مړۀ شوي اؤ ژوبل شوي دي خو دپاکستان تير اؤ اوسنى حکومت يې تر دې مهاله په کنټرول کولو نۀ دي بريالي شوي
تيره شپه دپاکستان د کراچۍ لياري سيمه کې دفټ بال په يو گراؤنډ کې شوې چاؤدنه کې ددريوؤ ماشومانو پشمول ١١ کسان وژل شوي اؤ لږ ترلږه ٢٥ نور ژوبل شوي دي.
دلوبې ځانگړى ميلمه صوبائى وزير جاويد نگوري ددغه بريد څخه ژوندى وتلى اؤ دسندهـ داطلاعاتو صوبائي وزير شرجيل ميمن ترمخه دبريد هدف جاويد ناگوري ؤ.
تردې مهاله ددغه چاودنې پړه چا په غاړه نۀ ده اخستې خو دپاکستان حکومت ،ميډيا اؤ سياسي گوندونه کراچۍ کې زياتره وخت د اړي گړي د رامينځته کيدونکو پيښو پړه د سياسي گوندونو په وسله والو څانگو اچوي .
کراچۍ دپاکستان ترټولو ستر اقتصادي ښار گڼل کيږي خو دتيرو څو کلونو راهسې په دغه ښار کې د تشدد،بمي چاودنو اؤ هدف وژنې پيښې بيخي سيوا شوي چې پکې تر دې مهاله په زرگونو وگړي مړۀ شوي اؤ ژوبل شوي دي خو دپاکستان تير اؤ اوسنى حکومت يې تر دې مهاله په کنټرول کولو نۀ دي بريالي شوي.
دلياري په چاودنه کې ژوبل کسان دعلاج لپاره هسپتال ته رسول شوي دي.
دپيپلز پارټۍ دسندهـ اسمبلۍ غړې ثانيه ناز خبريالانو سره خبرو کې دغه چاؤدنه کې د١١ؤ کسانو دوژل کيدو پخلى کړى اؤ زياته کړې يې ده چې دوژل شوؤ کسانو عمرونه د١١ؤ څخه تر ١٥ؤ کالو پورې دي.
دهسپتال انتظاميې ترمخه دژوبل شوؤ څخه داوؤ حالت سخت دى.
عيني شاهدان وائي دچاؤدنې غږ تر څو کلو ميټرو لرې اوريدل شوى اؤ دنزدې ودانو شيشې هم ورسره ماتې شوي دي.
دپوليسو دمشر( ايس پي) طارق دهاريجو له مخې باروددسټيډيم څخه بهر په ولاړ يو موټر سائيکل پسې تړل شوي وؤ، چې پکې بال بيرنگ هم استعمال شوي.
دهاريجو وويل په لياري کې ددوؤ ټيمونو ترمينځ دفټ بال دميچ کتلو وروستو صوبائي وزير جاويد ناگوري روانيدو ، چې په دغه مهال دهغه دگاډي سره نزدې چاؤدنه وشوه.
ناگوري ددغه چاؤدنې څخه ژوندى وتلى اؤ په وژل شوؤ کې زياتره مقامي خلک اؤ دفټبال دميچ کتونکي شامل دي.
هغه وويل چې دغه بم دريموټ کنټرول په ذريعه چول شوى دى.
XS
SM
MD
LG