لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سپریم کورټ: که د پوځ وس وشو نو په سړکونو به هم "شادي هال" جوړ کړي


په کراچۍ کې سپریم کورټ وداني
په کراچۍ کې سپریم کورټ وداني

د پاکستان سپریم کورټ امر کړی چې په کراچۍ کې د دفاعې مقاصدو لپاره ورکړل شویو ځمکو دې د تجارتونو او کارونو لپاره استعمال ختم کړی شي.

د وي او ای اردو څانگې د یو خبر ترمخه په کراچۍ ښار کې د غیرقانوني ودانیو او د استوګنې په ځایونو کې د تجارتي کارونو په اړه د یو مقدمې د اورونې په وخت سپریم کورټ د غیرقانوني ودانیو په جوړیدو سخته غصه څرګنده کړه.

د وي او ای اردو خبر وايي د مقدمې د اوریدنې په مهال عدالت پوښتنه وکړه چې د ملک په پوځ څه شوې دي؟ آیا اوس د پوځ کار صرف ودونو کولو ته پاتې شو؟ عدالت زیاته کړه که چېرې د پوځ لاس ورسي نو د سړکونو د پاسه به شادي هالونه یا د ودونو تالارونه جوړ کړي.

کراچۍ کې د سپریم کورټ په رجسټرۍ کې جسټس ګلزار احمد او جسټس سجاد علي شاه د تجاوزاتو مقدمې د اورونې په وخت وویل د سمندر اود سړکونو په غاړه غیر قانوني ودانۍ جوړول کیږي او د دې په اړه دوی ته په عدالت کې مامورین سندرې وايي.

عدالت وویل د سمندري او هواي ځواکونو د وسلو ګودامونو سره نزدې د ودونو هالونه جوړول کیږي.

سپریم کورټ د کراچۍ په کارساز، شاهراه فیصل او راشد منهاس سړک په غاړه په پوځي ځمکو جوړ کړی شویو شادي هالونو د ختمولو حکم وکړو.

عدالت په پوځي مرکزونو کې کې د ټولو سنیماګانو، تجارتي ودانیو او مارکیټونو د ختمولو هم حکم وکړو.

جسټس ګلزار احمد او جسټس سجاد علي شاه د پوځ د انتظام لاندې د ودانو جوړولو ادارې، ډیفنس هاوسنګ اتهارټي په کارکردګۍ سخته غصه څرګنده کړه او وې یې ویل چې اوس سمندرهم خرڅول کیږي.

عدالت د کراچۍ ښار خپل اصلي منصوبې مطابق پرځای کولو لپاره د ارکیټیکچرز یا د ودانو جوړولو د ماهرینو په مشوره مکمل رپورټ عدالت ته د وړاندې کولو حکم کړی.

د پاکستان په اکثره ښارونو او سړکونو باندې د تجاوزاتو له وجې خلک د تګ په وخت د یو شمېر ستونزو سره مخ کیږي او د غیرقانوني ودانو جوړوونکو پرضد کوم خاص ګامونه نه پورته کول کیږي.

د وي او ای اردو په رپورټ کې دا تفصیل نشته چې پوځ او یا بلې کومې دفاعي ادارې د عدالت په تپوسونو او تشویش څه دریځ و؟

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG