لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستاني کشمیر وزیراعظم: پاکستان مې وطن دی خو د عمران خان پاکستان نه منم


حکومت نه د لرې کیدو ورسته نوازشریف په اسلام آباد کې د خپل گوند مشرانو سره خبرې اترې کوي
حکومت نه د لرې کیدو ورسته نوازشریف په اسلام آباد کې د خپل گوند مشرانو سره خبرې اترې کوي

د پاکستان د انتظام د لاندې د کشمیر وزیراعظم راجه فاروق حیدر ویلي پاکستان يي وطن دی خو د تحریک انصاف د مشر عمران خان پاکستان نه مني.

د پاکستان د سپریم کورټ د فیصلې او د وزیراعظم نوازشریف د لرې کیدو ورسته نوموړي ویلي وو چې که داسې پاکستان وی نو د یو کشمیري په حیث به هغه په دې خبره سوچ کوي چې د کوم هیواد، پاکستان یا هندوستان، سره ملگري شي. د هغه دغه وینا هندوستاني ټیلي وژنونو په مهمه توگه نشر کړه.

خو د گل، دوشنبې، په ورځ په خبري کانفرنس کې راجه نه یوازې دغه خبرې رد کړې بلکې وې ویل سره په تړون کې يې هیڅ شک نشته خو د عمران خان د پاکستان پرځاې د قاید اعظم پاکستان مني.

په سیاسي توگه راجه فاروق حیدر د پاکستان مسلم لیگ (ن) سره دی او د عمران خان په اړه د هغه دغه وینا د پاکستان مسلم لیگ (ن) د مشر نوازشریف د پاکستان د وزیراعظمۍ د عهدې نه د لرې کیدو ورسته کړې ده.

د ادارې فساد په سر د پاکستان سپریم کورټ نواز شریف اقتدار دپاره نا اهله وټاکلو او ښاغلی شریف د اقتدار په پریښودو مجبور شو.

د نوازشریف سیاسي حریف او د پاکستان تحریک انصاف گوند مشر عمران خان سپریم کورټ ته د نوازشریف او د هغه د کورنۍ خلاف په بډو رشوتونو کې د ککړتیا مقدمه وړلې وه او په لارو کوڅو کې په خپلو جلسو کې يي د نوازشریف خلاف تقریرونه کول.

د مسلم لیگ (ن) حمایت کونکي عمران خان د نوازشریف د سیاسي زوال سبب گڼي نو ځکه په هغه سخت تنقید کوي او سپورې ستغې ورپسې وايي.

د عمران خان په اړه د وزیراعظم راجه فاروق حیدر وینا ته هم په دغه نظر کې کتل کیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG