لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خېبرپښتونخوا حکومت وايي د کرونا ناروغانو کورنیو ته به خوراکي شیان ورکوي


په پېښور کې خبري غونډي ته د خېبر پښتونخوا وزير اعلي محمود خان د اطلاعاتو مشير اجمل وزيروېنا وه چې په دې اړه وزيراعلې احکامات جاري کړي دي
په پېښور کې خبري غونډي ته د خېبر پښتونخوا وزير اعلي محمود خان د اطلاعاتو مشير اجمل وزيروېنا وه چې په دې اړه وزيراعلې احکامات جاري کړي دي

د خېبر پښتونخوا حکومت وايي چې د کرونا هغه مريضان چې په قرنطين یا د څارملنې په مرکزونو کي يي درملنه کېږي د هغوي کورونيو ته به په حکومتي کچه خوراکي شيان ورکولی شي.

په پېښور کې خبري غونډي ته د خېبر پښتونخوا وزير اعلي د اطلاعاتو مشير اجمل وزيروېنا وه چې په دې اړه وزيراعلې احکامات جاري کړي دي۔

" وزير اعلي محمود خان صيب چې داسې کوم د کرونه وايرس مريضان په قرنطين کې دي د هغو د پاره د راشن پوره انتظام کړې او هغه په دې لړ کې احکامات هم جاري کړي دي چې د راشن يا خوارکي شيانو کوم کوم څيزونه دي هغه به د دوي کورونو ته ورکولې شي"

هغه دا هم وويل چې ډيره اسماعيل خان ته به د ايران څخه نن ۲۲۵ نورزايرين راځي او دا چې د درازنده د څارملنې د کېمپ يا مرکزپه اړه چې په ټولنيزو رسنيو کوم ويډيو او خبرونه خپريږي هغه سم نه دي۔

نوموړي وېنا وه د ډيره اسماعيل خان د څارملنې مرکز ټول انتظامات مکمل دي او د ګومل مېډيکل کالج په مفتي محمود هاسټل کې د دووسوو کټونو بل وارډ هم جوړ کړی شوی دی۔

" د نن خبره کوم، د تفتان نه ډي ايئ خان ته ۲۲۵ نور زايرين رازي، د هغوي د پاره انتظامات شوې دي، او هغوي به په ګومل مېډيکل کالج کې کرنطين کولې شي"

نوموړي زياته کړه چې تر دې دمه په خېبر پښتونخوا کې د کرنوه وايرس د ناروغانو شمېره ۱۵ ده او وسه پورې په صوبه کې يو تن هم دې ناروغې د لاسه نه دې مړ شوې۔

XS
SM
MD
LG