لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

رپورټ: د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ د نورو صوبايی اسمبلو نه زیاته قانون سازي کړي


د پاکستان تحريک انصاف حکومت زنانه غړې عايشه بانو وايي چې صوبايي حکومت ډېر مهم قانونه منظور کړي دي او د مېرمنو او ماشومانو د حقونو د تحفظ چې کوم قوانين دي هغه به هم ډېر زر اسمبلۍ کې منظور کړی شي

د يو غېر سرکاري ادارې د پېلډېټ د رپورټ ترمخه د خېبر پېښتونخوا صوبايي اسمبلۍ خپل دوه پارلېماني کالونو کې د نورو صوبو د اسمبلو په پرتله تر ټولو زياته قانون سازي کړې او ۸۹ قانونونه یې منظور کړي دي.

بلخوا ماهرين وايي د چې د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ قانونه خو پاس کړي دې خو هغه په صحېح توګه نه دي عملي کړی شوي چې اولس ته ترې څه ډول ګټه نه رسېږي.

ماهرین وايي چې د بشري حقونو قانونونه دې هغه اوس هم په اسبلۍ کې د ځنډ ښکار دي.

د حکومت دریځ

د پاکستان تحريک انصاف حکومت زنانه غړې عايشه بانو وايي چې صوبايي حکومت ډېر مهم قانونه منظور کړي دي او د مېرمنو او ماشومانو د حقونو د تحفظ چې کوم قوانين دي هغه به هم ډېر زر اسمبلۍ کې منظور کړی شي.

په اسلام آباد کې مېشت د سيا سي چارو کارپوه قرېش خټک واي او ای ډيوه تو وويل په خېبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د پاکستان تحريک انصاف ګوند اکثريت دې نو ځکه بغېر د څه روکاوټه په لويه کچه قانون سازي کولې شي. هغه وویل چې اسمبلۍ نه زياتره ترميمي بلونه منظور کړی شويدي او داسې ډول څه موثره قانون سازي په ايوان کې نه ده ترسره شوې چې د عام اولس په ژوند کې مثبت بدلون یې راوستی وي.

د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د پاکستان تحريک انصاف غړي او په اسمبلۍ کې د مېرمون ممبرانو د غونډې عمومي سېکترې عائشه بانو وي او ای ډيوه ته وويل چې د هغوي حکومت د تر ميمي بلونو ترڅنګ مهم قوانين هم منظور کړي دي ۔

" کومې قبايلي علاقو چې په خېبر پښتونخوا کې انضمام وشو نو د هغې بل پاس کول د صوبايي اسبلۍ يوه لويا کاميابي ده، زمونږه انحېرېټنس يا د وراثت بل پاس شوې دې، په رېپروډکټيو هېلته په تعليم باندې زمونږه يو بل بل پاس شوې دې او دا هم يو مهم قانون دې"

د څېړونکو نظر

پېښور کې مېشت د بشري حقونوکار کونکی قمر نسيم وايي په صوبه کې د پاکستان تحريک انصاف ګوند خو د حکومت چلولو د پاره قانون سازي ډېره کوي خو د بشرې حقنونو قانونې مسودې دي چې پکې په مېرمنو د تېزاب اچوولو پر ضد قانون هم شامل دي هغه لا تر دې دمه نه دي منظور شوي.

قمر نسیم وویل " په مېرمنو باندې د کورني تشدد د مخنيوي قانون چې هغه د پاکستان په نورو ټولو صوبو کې موجود دې هغه د خېبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د کابينې د منظورۍ نه وروسته دوه کاله پوره کېدو واله دي هغه په اسمبلۍ کې منظور نه کړې شو، دغه شان د ورکوټوالي د ودونو د بندېز قانون په ترجيحي بنيادونو باندې دوي راولي خو هغه تر اوسه پورې په کابينه کې پروت دې او تېر يو نيم کال نه هغه د کابيني د منظورۍ ته انتظار کوي"

نوموړي زياته کړه چې د ماشومانو د حقونو د پاره چې کوم قانون منظور شوې دې نو د لسو کالو تېرېدو باوجود هم هغه په صحېح توګه نه دي عملې کړی شوی۔

عايشه بانو وويل چې د مېر منو او د ماشومانو د حقونو خوندي کوولو او په هغو د زور زياتي مخنيوي د پاره په قوانينو جوړولو کار مکمل شوی دی اودغه قانونونه به هم اسمبلي منظور کړي۔ " کوم دا اوس چې د اسمبلۍ سېشن ووشو دې کې مونږه چائلډ ابيوز او چائلډ پروټېکشن اېکټ باندې مونږه کار کړې و مونږه اوس هغه رپورټ جمع کړلو، زمونږه کوم مذهبي پارټې چې دي نو دوي د کورني تشدد په قانون باندې اعتراض کړې و نو سپيکر صېب هغه بل يو سلېکټ کمېټې ته ولېږلو، راتلونکې هفته کې زمونږه ميټنګ متوقع دې نو انشاالله دوه درې ميټنګونو نه پس به دا اسبلۍ ته رازي او مونږه به يي پاس کوو بيا"

د قانون سازۍ شمېرې

د پېلډېټ د تازه راپور ترمخه د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ په دويم پارليماني کال کې 59 قانونه منظور کړي دي ولې پنجاب 41، سند 24 او بلوچستان اسمبلۍ يواځې اته قانونه پاس کړي دي۔ دغه رپورټ ښايي چې په تېرو دوه کالو کې خېبر پښتونخوا اسمبلۍ په موجموعي توګه 89، پنجاب 58، سند 36 او بلوچستان 19 ډول ډول قوانين منظور کړي دي۔

XS
SM
MD
LG