لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

۲۱ مه پېړۍ او په خېبر ضلع کې د غره د څوکې نه انټرنېټ ته رسايي 


د خېبر ضلعې باړې تحصیل محمد معروف د انجنیرنګ طالب علم دی او دا مهال چې د کرونا وایرس له امله تعلیمي ادارې تړل شوي دي هغه او دهغه په ډول ګڼ شمېر نور طالبعلمان د انټرنېټ په زریعه کلاسونو اخلي او زدکړې جاري ساتي

د خېبر ضلعې محمد معروف هم لکه د نورو طالب علمانو نن سبا چې تعلیمي ادارې د کرونا وایرس له امله بندې دي د خپلو زدګرو دپاره د انټرنېټ کار اخلي.

ماهرین وايي انټرنېټ معلوماتو او علم ته رسايي اسانه کړې ده او خلک کور کې د ناستې په مهال هم د نړۍ هر ډول علم ته لاس رسايي کولی شي.

د خېبر پښتونخوا د قبایلي ضلعو طالب علمانو د دوی په سیمو کې انټرنېټ د نیشتوالي خلاف مظاهرې شروع کړي دي.

که نور خلک د خپلو کورونو نه انټرنېټ ته رسايي کوي، معروف د جسماني زیار په بدل دغه سهولت ته ځان رسوي.

د خېبر ضلعې باړې تحصیل محمد معروف د انجنیرنګ طالب علم دی او دا مهال چې د کرونا وایرس له امله تعلیمي ادارې تړل شوي دي هغه او دهغه په ډول ګڼ شمېر نور طالبعلمان د انټرنېټ په زریعه کلاسونو اخلي او زدکړې جاري ساتي.

معروف د کور د ارام پرځای د باسیايي غر څوکي ته خیږي چې انټرنېټ ته رسايي او زدکړه وکړي.

د خېبر او نورو قبایلي ضلعو طالب علمانو غوښتنه ده چې دوی ته دې هم د تري جي او فور جي ټېکنالوجۍ ته رسايي ورکړی شي.

د سيمې طالب علمانو د خپلو غوښتنو په حق کې مظاهرې شروع کړي او د جنوبي وزیرستان یو اوسېدونکي اسلام اباد هايي کورټ ته په سیمه کې د انټرنېټ د نیشتوالي خلاف خواست هم کړی دی.

د اپرېل په میاشت کې د مقدمې د اورېدنې په مهال د اسلام آباد هايي کورټ مشر جج جسټس اطهر من الله حیرانتیه څرګنده کړه چې په یویشتمه پیړۍ کې هم د پاکستان په قبایلي ضلعو کې خلک انټرنېټ ته رسايي نه لري.

په قبایلي ضلعو کې انټرنېټ دپاره اسلام اباد هايي کورټ ته خواست د اسلام اباد نومېل نومې یونیورسټۍ طالب علم سید محمد کړی.

د سید محمد وکیل د عبدالرحیم وزیر په اپرېل کې د مقدمې د اورېدنې وروسته وي او ای ډیوه ته وویل د اسلام آباد هايي‌ کورټ مشر جج جسټس اطهرمن الله حېرانیته څرګنده چې ۲۱ صدي ده او په قبایلي ضلعو کې انټرنېټ نشته دا خو د تعجب خبره ده. عبدالرحیم وزیر زیاته کړه چې د جج د تعجب په ځواب کې هغه وویل "موژ خو (یې) ساتلي داسې یوو، په تیاره کې."

د اپرېل د میاشت په اورونه کې اسلام اباد هايي کورټ د وفاقي حکومت انفارمېشن ټیکنالوجۍ وزارت او پاکستان ټېلې کمیونیکېشن اتارټي، پي ټي ای، ته امر وکړو چې د دغه میاشت اپرېل په ۲۳ نېټه عدالت ته ځواب ووايي چې په قبایلي ضلعو ته ولې د انټرنېټ سهولت نه دی ورکړی شوی.

د پاکستان ډان ورځپاڼې ترمخه د می په میاشت کې د مقدمې د اورېدنې په حکومتی مامورینو اسلام هايي کورټ ته وویل چې په پخوانۍ فاټا کې په کال ۲۰۱۶ کې امنیتې صورتحال به بنیاد د انټرنېټ سهولت وتړل شو.

په می کې مقدمې اورېدنه د نامعلومه مودې پورې وځنډول شوه.

اسلام اباد هايي کورټ ته په قبایلي ضلعو کې انټرنېټ د نشت والي خلاف خواست په داسې حال کې وشو چې د جنوبي وزیرستان په مرکزي ښار واڼه کې د انټرنېټ د نیشت والي خلاف احتجاجونه شروع شوي وو.

د احتجاجونو دغه لړۍ دوام لري او د شورو‌، چهارشنبې، په ورځ په اسلام اباد کې د پیس کلب مخې دې سیمې طالب علمانو د انټرنېټ دپاره احتجاج وکړو.

په پاکستان کې د کرونا وایرس د خپرېدو د مخنیوي په لړ کې تعلیمي ادارې تړل شوي او ادارو انټرنېټ دلارې تعلیمي هلې ځلې شروع کړي دي.

په قبایلي ضلعو کې د انټرنیټ په حق کې احتجاج کوونکي وايي په داسې حال کې چې تعلیمي ادارو انټرنیټ دلارې زدکړې شروع کړي د قبایلي ضلعو طالب علمان انټرنېټ ته د رسايي نلرلو په سبب وروسته پاتې کیږي.

په قبايلي ضلعو کې د انټرنېټ د نېشتوالي خلاف په اسلام اباد کې مظاهره وشوه
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:13 0:00

XS
SM
MD
LG