لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په خېبرپښتونخوا کې د طبي عملې ۲۵۷ غړي کرونا وایرس ناروغه کړي 


د خېبر پښتونخوا د صحت محکمې سېکټري سيد امتياز حسين شاه ډيوه ته ويلي وو چې هسپتالونوکې طبي عملې ته حفاظتي سامان ورکړی شوی دی او دې سره سره نور سهولتونه به هم ورکولې شي
د خېبر پښتونخوا د صحت محکمې سېکټري سيد امتياز حسين شاه ډيوه ته ويلي وو چې هسپتالونوکې طبي عملې ته حفاظتي سامان ورکړی شوی دی او دې سره سره نور سهولتونه به هم ورکولې شي

په خېبر پښتونخوا کې د ډاکټرانو د صوبايي اتحاديي د شمېرو ترمخه د صوبې په کچه د کرونا وايرس نه ۱۴۶ ډاکټرانو په شمول د طبې عملې ۲۵۷ غړي ناروغه شوي دي.

ډاکټران وايي که چېرې په هسپتالونو کې کار کوونکې ټولې عملې ته حفاظتي سامان ورنه کړی شو او د کرونا مريضانو د پاره ځانګړي مرکزونا و نه ټاکلې شو نو باقي پاتې طبي عمله به هم دا وایرس ناروغه کړي.

خو حکومتي مامورین وايي ډاکټرانو ته ضروري حفاظتي شیان ورکړی شوي دي او نور به هم ورکول کیږي.

د ډاکټرانو د صوبايي اتحاديي عمومي سېکتر ډاکټر عالمګير خان يوسفزۍ وي او ای ډوي ته وويل په هسپتالونو کې اوس هم زياتره طبي عملې ته د کرونا وايرس نه ځانونه خوندي ساتلو له پاره حفاظتي سامان نه دی ورکړی شوی ځکه دا رنځ په طبي عمله کې تېزۍ سره خوريږي." د صحت نړيوالې ادارې يو طريقه کار وضع کړي او بيا هغه خاص جامې دي هغه اچولې شي، نو د هغه جامو هم زمونږه په صوبه کې په عمومي توګه ډېر کمی دی، حکومت خپل کوشش کړي خو هغه وومره يي نه دې کړې څومره چې پکار دي او د صحت عملې ته هغه جامې نه دي ورکړی شوي او استعمال يي نيشته نو ځکه زمونږه طبي عمله کې د دې وايرس په تېزۍ سره په بره روان دی."

د پېښور خېبر مېډيکل پوهنتون د عامې روغتيا د څانګې اسټنټ پروفېسر ډاکټر خالد الرحمان وايي په هسپتالونو بوج کموولو او د څه ډول سختو حالاتو د پاره طبې عمله خوندي ساتلو د پاره حکومت له پکار دي چې د کرونا مشکوکو ناروغانو د ټېسټونو او معائنې د پاره د آبادې نه جوده ځانګړي مرکزونا وټاکي.

" نو هغې فيلډ هسپتالونو به دا مقصد وي چې کوم د کرونا شکمن تنان دي هغو به هلته ورزي او دا نور به عام هسپتال ته زي، کوم خلق چې په کورونو کې قرنطبين کېدلې نشي نو چې د هغو د پاره ايسولېشن مرکزونا وي، او داسې مرکزونا وي چې خاص د کرونا ناروغانو ته پکې سهولتونه ورکړې کېږي نو دې نورو هسپتالونو کې به ډاکټران دې وايرس نه محفوظ وي"

د ډاکټرانو د اتحاديي شمېرې زياتوي چې د کرونا وايرس نه د ډيوټې کولو په مهال د نرسنګ سټاف ۵۵ او د نورې طبي عملې ۵۶ غړي هم اغېزمن شوې دي۔

پېښور کې مېشت صحافي شمس مومند وايي حکومت چې په کومو سپارښتنو په لاک ډوان کې نرمې کړي په هغې د عامو خلقو لخوا هېس عمل نه کېږي، دې وايي چې د لاک ډاون په معامله کې د اول ورځې نه حکومت څه ماثره پاليسي نه وه وضع کړي چې له امله يي د کرونا په کېسونو کې ورځ تر بلې زياتوالې رازي۔

" اصلي خبره دا ده چې په لاک ډاون کې نرمي په هغه وخت کې پکار وه چې کله مرض په کمېدو شوې وې، بدقسمتۍ نه دلته مرض په اضافه کې دې او دلته مونږه په لاک ډاون کې نرمي ووکړه، خو اول چې کله ضرورت نه وو نو دوي پوره لاک ډاون وکو او چې اوس کله ډېر زيات ضروت دې نو اوس دوي په لاک ډاون کې نرمي راوستله او زما په خيال دا د حکومت غلطې فېصلې دي او دې نتائج به الله دې وکړي چې نه وي خو زه وايم چې خطرناک به وي"

په دې اړه مو د خېبر پښتونخوا د صحت محکمې اعلي چارواکو سره د خبرو کولو هڅه وکړه خو بريالي نه شو. د دې نه وړاندې د خېبر پښتونخوا د صحت محکمې سېکټري سيد امتياز حسين شاه ډيوه ته ويلي وو چې هسپتالونوکې طبي عملې ته حفاظتي سامان ورکړی شوی دی او دې سره سره نور سهولتونه به هم ورکولې شي۔

د ډاکټرانو د اتحاديي د ترمخه په خېبر پښتونخوا کې د کرونا وايرس نه يو ډاکټر او دوه پېرا مېډېکس تر دې دمه په حق رسېدلي دي او د ۱۴ پورې طبي عملې غړي د دغې رنځ نه صحت ياب شوېدي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG