لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

وفاقي حکومت د غنموپه انتقال پابندي ختمه کړه، په خېبر پښتونخوا کې د فېصلې هرکلی شوی


د پنجاب حکومت د بندیز له امله په خېبرپښتونخوا کې د غنمو قلت و، د اوړو مېلونه تړل شوي وو او د اوړو بېي زیاتې شوي وې

د پاکستان وفاقي حکومت پرېکړه کړې چې سرمايه کار کولې شي چې بغېر د ټېکسونو ادا کولو د بهر ملکونو نه په لا محدوده پېمانه غنم واخلي او مرکزي حکومت د صوبو ترمنځ د غنموپه انتقال د پنجاب پابندي ختمه کړه.

وفاقي حکومت د اتوار، يکشنبې، په ورځ په غنمو پابندي لېرې کړه. د پنجاب حکومت د بندیز له امله په خېبرپښتونخوا کې د غنمو قلت و، د اوړو مېلونه تړل شوي وو او د اوړو بېي زیاتې شوي وې.

په خېبر پښتونخوا کې د غنمو تاجران او د اوړو د مېلونو مالکان وايي د وفاقي حکومت د فېصلې سره به په صوبه کې خلک اوړه په ارزانه بېیه ترلاسه کولی شي.

د خېبر پښتونخوا د خوراک محکمې سېکټري نثار خان وي او ای ډيوه ته وويل د وفاقي حکومت د پرېکړې لا کبله به په صوبه کې د تېر وختونو په پرتله اوس غنم په زيات مقدار کې موجود وي او مېلونه به کالو سر چلېږي. " اوړه يا غنم دې خېبر پښتونخوا طرف ته ترسيل باندې پابندۍ په اړه دا فېصله ووشوه چې په ملک کې دننه به داسې څه بندېز نه وي، بله دا چې په هېواد کې کمې وي (د غنمو) نو د باهر نه د درامد کولو فېصله هم شوېده او په هغې به ټېکسونه نه وي"

هغه زياته کړه چې د خېبر پښتونخوا نزدې ۸۵ فېصده د اوړو يا غنمو انحصار په پنجاب باندې وي نو چې د هغې اړخ نه څه بندېزونه نه وي نو په صوبه کې به د غنمو کم نه کېږي.

پېښور کې مېشت د خېبر پښتونخوا د اوړو د مېلونو د اتحاديي مشر محمد اقبال د حکومت د پرېکړې ستاینه کوي او وايي غنم په زيات مقدار ترلاسه کېدو سره به د اوړو بېي کمې شي. " يوه خه فېصله د حکومت لخوا وشوه، چې شخصي (سرمايه کارو) ته يي د غنمو اخېستو اجازه ورکړه، بل دا چې شپږ فيصده او بل دوه فېصده په غنمو ډيوټي يا ټېکس وو هغه يي هم ختم کو نو دې سره به انشاالله د غنمو مارکيټ ودريږي او بل دا چې چا سره غنم په کورونو کې پراته دي نو هغه به روزي، د هغې فائده دا ده چې زمونږه به ملونه وچلېږي بل عام اولس ته يي غټه فائده دا ده چې ۲۰ کلو اوړه به ورته اوس د ۱۱۰۰ روپو پر ځاۍ په ۹۰۰ روپو مېلاوېږي"

د وزیراعظم د دفتر نه د اتوار، يکشنبې، په ورځ جاري شوي بیان کې وویل شو چې د عمران خان په مشرۍ کې د غنمو په انتقال پابندي ختمه کړي شوه. بیان وویل د غونډې مقصد په هېواد کې د اوړو په مسله قابو موندل او قيمتونو کې کمی راوستل وو. په غونډه کې وویل شو چې د غنمو او د اوړو د سمګلنګ د مخنيوي د پاره به هم اقدامات کولی شي۔

د پاکستان فلور مېلز اېسو سي اېشن مشر نعيم بټ وايي کله هم چې پنجاب خېبر پښتونخوا ته اوړه او غنم نه ورکول غواړي نو دا تور ولګوي چې د صوبې نه غنم او اوړه افغانستان ته سمګل کېږي. هغه وویل چې دې پرېکړې سره اوس د داسې ډول تورونو لګولو مخه به هم ونيولې شي۔

" پنجاب واله چې کله غواړي چې اوړه يا غنم نه ورکوي نو د سمګلنګ الزام ولګوي، باډر د سرکار دې او دلته ټولې اېجنسۍ او کسټم واله ناست دي، کله چې به پنجاب د غنم برامد کول نو مونږه به ترې غنم واخېستل او افغانستان ته به مو برامد کول نو هغه وخت کې سمګلنګ نه وو؟"

د خېبر پښتونخوا د زرعاتو محکمې د شمېرو ترمخه د خېبر پښتونخوا سالانه د غنمو ضرورت خواوشا ۴۶ لاکه ټنه دې خو په صوبه کې خپل غنم نزدې ۱۱ لاکه ټنه پېدا کېږي او باقي پاتې غنمو يا اوړو انحصار په پنجاب باندې وي۔

ياده دې ويي چې د صوبه پنجاب نه خېبر پښتونخوا ته د غنمو په ترسيل د بندېز لګېدو له امله په خېبر پښتونخوا کې د اوړو د ملونو ملکانو د تېرو څو ورځو نه کاربندیز هم پېل کړی و.

XS
SM
MD
LG