لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په خېبر پښتونخوا کې د اول نه تر د اتم ټولګي پورې سکولونه هم پرانېستل شوو


زده کووونکو د سکولونو په پرانیستل کېدو د خوشالۍ سرګندونه وکړه او وايي چې د کورونو په پرتله دوی په اسانۍ خپل سبقونه زده کولی شي
زده کووونکو د سکولونو په پرانیستل کېدو د خوشالۍ سرګندونه وکړه او وايي چې د کورونو په پرتله دوی په اسانۍ خپل سبقونه زده کولی شي

په خېبر پښتونخوا کې د کرونا وایرس له امله تړل شوي تعليمي ادارې نن د فرورۍ په لومړۍ نېټه پرانېستل شوې.

په سکولونو کې د اول نه تر اتم او په کالجونواو يونيورسټيو کې د ديارلسم نه تر پي ايچ ډي پورې کلاسونه شروع شول۔

زده کووونکو د سکولونو په پرانیستل کېدو د خوشالۍ سرګندونه وکړه او وايي چې د کورونو په پرتله دوی په اسانۍ خپل سبقونه زده کولی شي۔

بلخوا استازان وايي چې د کرونا وبا په مهال د تعليمي ادارو بندېدو له امله ماشومان شړ شوي او کورس هم ورته ډېر پاتې دی خو کوشش به کوي چې دغه نصاب د سکولونو په می او جون کې د کېدونکو امتحانونو نه وړاندې مکمل کړي۔

د تعليم محکمې ترمخه زده کوونکي به په متبادل ورځو کې خپلې زده کړې ترسره کوي او د ادارو مشران به د کرونا وايرس مخنيوي د پاره په احتياطي ګامونو عمل کوي۔

د ضلع مردان مسلم آباد سيمه کې د يو سرکاري سکول استاذ يوسف شاه وویل چې د کرونا وايرس مخنيوي د پاره وضع کړل شويو ټولو ايس او پيز يا سفارښتونو عملي کولو وروسته يې ماشومانو ته په کلاس کې د ناستي او زده کړو ترلاسه کولو اجازه ورکړې۔

هغه وویل سکول ته په راتلو کتل کېږي چې د ماشومانو

تبه خو نه ده او بيا ورله لاس په سينيټايزر صفا کېږي. هغه زیاته کړه چېماشومان مونږه د اېس او پيز سره سم م په کلاسونو کې کښېنول کېږي، ټولو زده کوونکو او استازانو ماسکونه لګولي وي او څوک هم د ماسک نه بغیر د سکول دننه نه پرېښودل کېږي.

دې نه وړاندې په خېبر پښتونخوا کې د اتلسمې جنورۍ نه د نهم نه تر دولسم ټولګي زده کوونکو د پاره تعليمي ادارې پرانستل شوې وې۔

پېښور کې د پنځم ټولګي زيشان احمد وویل د سکولونو په پرانېستل کېدو خوشحاله دی ځکه چې په کور کې هغه ډول زده کړه نشي کولی چې په سکول کې د استاذ په موجودګۍ کې کولی شي۔

زیشان وویل په رياضۍ، ساینس، انګلش او اردو کې شاګردانو ته مسلې وي خو په سکول کې د استاذ په مرسته دغه مشکل حل کولی شي.

د پېښور د جوګیواړۍ د پرائمري سکول مشر استاذ مجيب الرحمان وویل چې د کرونا وبا خورېدو رورسته د سکولونو بندېدو سره ماشومان شړ شوي او کوم سبقونه چې دوئ ته ښودل شوي هغه هم د زياتره زده کوونکو ياد نه دي.
هغه وویل کورس (سبق) ډير پاتې دی خو استاذان به حڅه کوي چې دغه کمې پوره کړي۔

مجیب الرحمان وویل په سرکاري سکولونو کې زده کووونکو سره د آنلائن زدکړو د پاره سسټم ډېر کم وي، اوس دا نور چې کوم ښه سکولونه دي نو په هغو کې خو آنلائن سسټم وچلېدلو او په سرکاري سکولونو کې دغه نه و، دې وجې نه په دوئ لږ زيات متاثره شول، اوس مونږه استازان به دا کوشش کوؤ چې دا کوم کمې په دې سبق کې پاتې شوې هغه مونږه پوره کړو.

ياده دې وي چې د هېواد په کچه د کرونا وبا خورېدو رورسته تېر کال تعليمي ادارې په ۱۵ مارچ تړلې شوې وي او بيا په ۱۵ سپتمبر پرانستلې شوې خو د وبا دوېمې چپې سره سم دغه ادارې يو ځل بيا د نومبر په ۲۶ نېټه وتړلې شوې۔

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG