لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د خېبرپښتونخوا په نوو ضلعو کې عدالتي نظام اوس هم د مشکلاتو سره مخامخ دی، قانون پوهان وايي


پوهان وايي پېښور هايي کورټ په دې اړه باقاعده صوبايي حکومت ته خط ليکلي خو خواوشا د لسو مياشتو تېرېدو وروسته هم په دې څه عمل نه دی شوی

د پېښور هايي کورټ چارواکي او د قانوني چارو پوهان وايي په خېبر پښتونخوا کې دوه کاله وړاندې ورګډو شويو قبايلي ضلعو کې د ضلعي عدالتونو نظام موثر جوړولو کې اوس هم د ودنو او د عملې يا افرادي قوت د کمې ترڅنګ یو شمېر نورې ستونزې شتون لري.

دوی وايي پېښور هايي کورټ په دې اړه باقاعده صوبايي حکومت ته خط ليکلي خو خواوشا د لسو مياشتو تېرېدو وروسته هم په دې څه عمل نه دی شوی.

په قبايلي سيمو کې جوړکړی شوي عدالتونو کې د سهولتونو د نشتوالي په اړه د پېښور هايي کورټ وکيل او د فاټا لائرز فورم پخواني مشر اعجاز مهمند وې او ای ډيوه ته وويل چې په دغو سيمو کې لا تر دې دمه د ديواني او فوجدراې مقدمو په اړه ريکارډ ساتلو په لړ کې څه انتظام نه دی شوی چې له امله يي قضيي په وخت نه فېصله کږي.

اعجاز مهمند وویل په ړومبو ورځو کې عمارتونه نه وو، فرنيچر، قلم کاعذ کتاب او د ججانو دپاره د پکو انتظام هم نه و او هغه نظام تقريبا اوس هم روان دی." ججان صېبان په تکليف کې دي."

د زمکو چې کوم کېسونه دي په هغو کې ريونيو نظام، پټوار چې کوم نظام دی، ګرداور دی، تحصيلدار دې د زمکو تقسيم دې انتقالونه دي هغه ريونيو سسټم دوي ورنه کړو، دویمه لویه خبره پروسيکيوشن برانچ او انوسټيګېشن برانچ چې دې هغه دوی هلته قائم نه کړل.

نوموړي زياته کړه چي د سهولتونو د نيشوالي او د کېسونو د ځنډيدو له وجې د قبايلي اولس د عدالتي نظام نه يقين اوچت شوی او خلق کوشش کوي چې خپلې شخړې په زور او زبر دستۍ هوارې کړي.

د پېښور هايي کورټ نه ترلاسه شوې شميرو ترمخه د کال ۲۰۱۹ د دسمبر د مياشتې نه تر کال ۲۰۲۰ د مۍ ميشاتې پورې په قبايلي سيمو کې جوړ عدالتونو کې 5264 کېسونو فيصلي شوي دي او څه د پاسه 6000 نوي کېسونه دغلته رجسټرډ شوي۔

د خېبر پښتونخوا قبايلي سيمو کې جوړ عدالتونو کې سهولتونو د نيشتوالي په اړه مو د خېبر پښتونخوا وزير قانون سلطان خان او د قبايلي سيمو له پاره د وزير اعلي مشير اجمل وزير سره د خبرو کولو کوشش ووکړو خو بريالي نشو۔

بلخوا د پېښور هايي کورټ د ماشومانو د پاره په صوبه کې جوړکړې شوي عدالتونو کې ورچول يا د انټرنت د لارې پېشي کولو اجازه ورکړېده، د دغې مقصد د کېس په اورېدنه کې درخواست کونکو او وکيلانو د پاره اسانې پېدا کول دي۔

په پېښور کې مېشت د ماشومانو د حقونو مبارز عمران ټکر د پېښورهايي کورټ د دغې پرېکړې ستائنه کوي او وايي چې د کرونا وبا په مهال په عدالتونو کې پيشي کول د ماشومانوله پاره ګران کار دې، دې وايي دې سره به اوس په دغو عدالتونو کې کېسونه نه ځنډېګي۔

" د دې د ټولو نه غټه ګټه دا ده چې د دغه عدالتونو په تېزۍ سره انصاف ورکولو نظام به جاري وي او د عدالتونو نه چې کوم هغو ته کوم ريليف يا اسانتياوي مېلاوېږي د خاص قانون لاندې نو هغه به ورچول کورټس په مرستې سره هغو ته مېلاوېږي او د هغو کېسونه به ځنډېګي نه"

نوموړې وايي چې ورچول کورټس کې اورېدنې سره به ماشومان د ذهني تناؤ هم نه ښکار کېږي څنګه چې عدالت ته په راتلو سره کېږي۔

ياده دې وي چې د صوبې په مردان، پېښور او ايبټ اباد ښارونو کې د خېبر پښتونخوا چائلډ پروټېکشن اېنډ وېلفيړ اېکټ لاندې صوبايي حکومت په ړومبي پړاؤ کې د ماشومانو د پاره ځانګړي عدالتونه قائم کړل او وورسته بيا دغه سهولت د صوبې ووه ډيويژنو ته وغزول شو.

XS
SM
MD
LG