لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د لاک ډاون په مهال په مېرمنو تشدد زیات شوی، د خېبرپښتونخوا محتسب وايي 


رخشندا ناز وویل د صوبې د بېلا بېلو سيمو نه د غیرت په نوم د مېرمنو د وژل کېدو رپورټونه هم ترلاسه شوي دي چې ورته د کرونا وایرس د مړينې رنګ ورکړی شوی دی
رخشندا ناز وویل د صوبې د بېلا بېلو سيمو نه د غیرت په نوم د مېرمنو د وژل کېدو رپورټونه هم ترلاسه شوي دي چې ورته د کرونا وایرس د مړينې رنګ ورکړی شوی دی

د خېبر پښتونخوا صوبايي محتسب ویلي د کرونا وبا خوريدو نه پس په صوبه کې د لاک ډاون په مهال په کورونو کې په ښځو د تشدد په پېښو کې ۳۰ فيصده زياتوالی شوی او په مېرمنو د تشدد ۳۹۹ پېښې ريکارډ شوي دي.

د خېبر پښتونخوا صوبايي محتسبې رخشندا ناز وي او ای سره مرکه کې وویل چې د لاک ډاون دوران په زنانه ؤ د تشدد پېښو کې نوکر پېشه يا په دفترونو کې کار کونکي سړی زيات ککړدي.

مېرمن رخشندا ناز وویل چې تېره هفته ورته د اړونده محکموته نه معلومه شوه چې په مېرمنو د تشدد ۳۹۹ شکایتونه یې ترلاسه کړي وو. "خو دا ځل د چا خلاف چې شکايتونه راغلي دي هغو کې زياتره خاوندان نوکر پېشه دي او دا زمونږ د پاره د خطرې خبره ده ځکه چې په عامو حالاتو کې دا خيال کولې شي چې کوم خلق زيات تعليم يافته نه وي نو د هغو په کورونو کې وهل ټکول زيات کېږي."

رخشندا ناز وویل د صوبې د بېلا بېلو سيمو نه د غیرت په نوم د مېرمنو د وژل کېدو رپورټونه هم ترلاسه شوي دي چې ورته د کرونا وایرس د مړينې رنګ ورکړی شوی دی." ځينې شکايتونه مونږه ته داسې هم رپورټ شوي دي لکه مثلا تېرو ورځو کې د سوات او پاړه چنارکې د خپلو کورنيو غړو دغېرت په نوم دوه جينکۍ مړې کړې وې اوبيا يي داخبره خوره کړې وه چې دوي دکرونا وايرس نه مړې شوي دي. دا ډېره د تشويش خبره ده چې اوس خلک دکرونا وايرس رنځ دخپلومقصدونو دپاره کاروي."

پېښور کې مېشت د نفسياتو ماهره کائنات فاروقي وي او ای ډيوه ته وويل لاک ډوان له امله ټول معاشرتي ژوند کې بدلون راغلی او په نارينوو د روزګار نه کولو پابندو او کور کې مسلسل ناستې سره سړو برداشت ختم شوې چې له وجې يي په ښځو د کورني تشدد په واقعاتو کې سوا والی راغلی.

" د خلقو هغه سوشل سرکل يا يو بل سره ناسته پاسته ډېره محدوده شوي دی او خلق په زوره د دوي د مرضې خلاف په کورونو کې بند کړې شويدي، د هغې وجې نه ذهني دباؤ او فرسټېشن په خلقو کې زيات شوېدې، نو سړی په کورونو کې رابند شويدي نو ځکه په وړه وړه خبره د ښځو سره ورانېږي او هغو سره تشدد کۍ او د هغو وړه وړه غلطي رانيسي"

خېبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د واکمن تحريک انصاف ګوند زنانه غړې عائشه بانو وايي په زنانه ؤ د تشدد پېښو د مخنيوي د پاره يي د صوبې د پوليسو مشر ته خط لېکلی دی چې په دې اړه ضروري اقدامات وکړي.

" زما چې کوم خط دې په هغې کار شروع شوېدې او د صوبې د هرې ضلعې د پوليسو مشرانو ته دغه پېغام لېږلې شوېدې او زمونږ چې د زنانو د پاره کوم هېلپ لائن دي هغه هم په دې اړه کار کۍ"

ياده دې وي چې د خېبر پښتونخوا حکومت د مارچ د مياشتې په اخېرۍ هفته کې د کرونا وبا د مخنيوي د پاره لاک ډاون نافذ کړوږ

ماهرين وايي د لاک ډاون له کبله په امدن کې کمی او د وايرس د ويرې له وجې په ټولنه کې ډول ډول معاشرتي مسلې پېدا کېږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG