لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

تعلیمي ادارې پرانستل شوي خو په خېبر کې په تعلیمي ادارو کې قرنطین مرکزونه لا موجود دي


په خېبر کې قایم کړی شویو قرنطین مرکزونو کې به هغو پاکستانیانو ۱۴ ورځې تېرولې چې د افغانستان څخه به بېرته خپل ملک ته تلل

د خېبرپښتونخوا د نورو برخو په رنګ په خېبر ضلع کې هم تعلیمي ادارې د ستمبر په ۱۵ نیټه پرانستل شوي خو په خېبر کې ځینې تعلیمي ادارو نه اوس هم قرنطين مرکزونه نه دي ختم کړی شوي او د کرونا ناروغانو کارول شوي ټول سامانونه په دې ادارو کې پراته دي او کلاسونه يې نيولي دي.

د دغو تعليمي ادارو استاذان او زدوکونکي وايي دوی وړومبۍ درې ورځې په بهر ميدانونو کې تېرې کړې او هلته يې زده کړې کولې ځکه چې ټولو کلاسونو کې سامانونه پراته دي۔

د خېبرپښتونخوا تعليم محکمې چارواکي وايي دغو تعلیمي ادارو نه به ډېر زر سامانونو اوچت کړل شي او جراثيم کش سپرئ به هم وشي.

په خېبر کې قایم کړی شویو قرنطین مرکزونو کې به هغو پاکستانیانو ۱۴ ورځې تېرولې چې د افغانستان څخه به بېرته خپل ملک ته تلل.

د سپټمبر په ۱۵ نېټه په کستان کې تعلیمي ادارې پرانستل شوي او په لومړي پړاو کې په سکولونو کې د نهم او لسم ټولګي، کالجونه او یونیورسټیانې خلاصې شوي دي. ټاکل شوي ده چې د دې وروسته به د وړو درجو کلاسونه شروع کړی شي.

په دې اړه د نور تفصیل د وي او ای ډیوه خبریال فرید شنواري په رپورټ کې اورېدی شۍ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:02:51 0:00


XS
SM
MD
LG