لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په خیبرپښتونخوا کې د کروناوایرس له امله د مرګونو فیصدي جګه ده


د راپورونو له مخه، په پاکستان کې د کروناوایرس له وجې د مرګونو تناسب ۲،۱۵ (دوه اعشاریه پنځلس) فیصدي دی، خو په خیبرپښتونخوا کې ۵،۲۱، او په پېښور کې د کروناوایرس له امله د مرګونو تناسب، ۷،۶۷ فیصدي ته رسیدلی دی.

د خیبرپښتونخوا د صوبایي حکومت ویاند اجمل وزیر رسنیو ته، د بازارونو د دورې په مهال ویلي دي چې انتظامیه به ټول بازارونه او د ګاډو اډې ګوري چې په سپارښتنو باندې څومره عمل روان دی.

اجمل وزیر خبریالانو ته وویل: "کله چې د اېس او پي یا سپارښتنو د عملي کولو په لړ کې انتظامیه سره مرستې کیږي، نو مونږ به نوره هم نرمي کوو. او که چېرې خلک د سپارښتنو خیال ونه ساتي او نه یې عملي کوي، نو دې نه به کرونا وایرس نور هم خوریږي او هغې نه پس به مونږ یو ځل بیا سختي کوو."

د خیبرپښتونخوا حکومت د صحت محکمې د شمېرو تر مخه، د کروناوایرس رنځ باندې د اتوار/یکشنبې په ورځ، ۲۱۴ کسان اخته شوي دي او دې سره د رنځورانو مجموعي شمېر ۶۰۶۱ ته رسېدلی دی.

دوی ویلي دي چې د اتوار په ورځ د کروناوایرس نه په خیبرپښتونخوا کې دیارلس (۱۳) کسان مړه شوي هم دي او د مړو شویو شمېر تر دې دمه پورې درې سوه و اتلس (۳۱۸) ته رسېدلی دی.

د کروناوایرس له وجې په مړو شویو تنانو کې اته (۸) د پېښور، دوه (۲) سوات، یو یو د صوابۍ، کرک، کوهاټ له سیمو نه شامل و.

د لیډي ریډینګ روغتون ویاند عاصم خان وي او اې ډیوه رېډیو ته ویلي چې یاد روغتون (هسپتال) اوس هم ګڼ شمېر مریضان راځي او له دې کبله د کروناوایرس نه ډېر کسان اغېزمن شوي دي.

عاصم خان پخپلو خبرو کې وویل چې په دې بحران کې دوی دوامداره ملاتړ ته ضرورت لري. د هغه په وینا، د لیډي ریډینګ هسپتال کارکوونکو ته د ورځې یو سلو شل (۱۲۰) پي پي اي یا د صحي کارکنانو د تحفظ سامانونه په کار دي.

د پېښور لیډي ریډینګ هسپتال ویاند د دې خبرې پخلی هم وکړ چې د ډاکټرانو او نرسانو په شمول، هغه هسپتال نږدې سل تنه عمله هم د کروناوایرس له وجې متاثره شوې ده.

د حکومتي شمېرو ترمخه، د کروناوایرس نه د اتوار/یکشنبې په ورځ ۸۴ کسان د صحتمند کېدو نه وروسته رخصت شوي، او ټولټال تر اوسه پورې په خیبرپښتونخوا کې ۱۷۸۳ کسان د یاد رنځ نه روغ شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG