لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کرمه کې د ډرون برید نه دی شوی، د پاکستان پوځ وايي


د پاکستان په کرمه قبایلي سېمه کې د وسله خلاف د ډرون حمله نه ده، دا خبره د پاکستان پوځ کړې او خپل بیان کې وویل د تیرو دوو ورځو راهسې کرمې ته څیرمه د افغانستان په خوست ولایت کې نړي والو ځواکونو د وسله والو خلاف عملیات او هوايي بمباري کړې ده او "ترهگرو" ته یې درانه تلافات اړولي دي.

د نهې، سه شنبې، په ورځ د پوځ د مطبوعاتو څانگې وویل د خبري رپورټونو برعکس په کرمه کې نه خو د ډرون حمله او نه هم د پاکستان د فضايي سرحد خلاف ورزي شوي ده.

بیان زیاتوي افغانستان ته د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه د دورې ورسته د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ روابط او د معلوماتو شریکول زیات شوي دي نو ځکه نړی والو ځواکونو د افغانستان دننه د مشکوک وسله والو خلاف د عملیاتو اطلاع په وخت پاکستان ته ورکړه.

د پاکستاني پوځ د بیان نه وړاندې، په کرمه کې میشته استخباراتي سرچینو خبریالانو ته ویلي وو چې د گل، د دوشنبې په ماښام، د افغانستان پولې سره نژدې د کرمې په غوز گړۍ او نری کنډاو سیمه کې ډرون د حقاني ډلې د مشکوک وسله والو مرکز په نښه کړی و

په ابتدايي رپورټونو کې ویل شوي وو چې د ډرون په حمله کې څلور کسان وژل شوي وو خو بیا سر چینو وویل د ډرون په حمله کې د وژل شوو مشکوک وسله والو شمیره د ٢٠ نه پورته ده.

مشکوک د پاکستان قبايلي سيمې کرمې ايجنسۍ افغانستان سره په لګېدلې جوخته پرته علاقه کې شوې امريکايي بې پايلټه ډرون بريد کې د وژل شوو مشکوک وسله والو شمېره د ۲۰ نه اوړېدلې ده. په حمله کې د حقاني ډلې د ابوبکر او سنگین ولي په نومونو د دوو کمانډر د وژل کیدو رپورټونه هم مخې ته راغلي دي.

خو ځينې سرچينې بیا دغه شمېرې تر ۳۰ پورې ښايي خو د ازادو سرچينو د دغو ادعاؤ نه دی شوی.

سرچينې ویلي وو د ډرون ښکار شوې قلعه د حقاني شبکې د وسله والو وه او د بريد په وخت دغلته يوه غونډه روانه وه.

سرچينو دا هم ویلي وو چې د ډرون حمله د کرمې په هغه سېمه کې شوي وه چرته چې پاکستاني پوځ د کېنېډايي امريکايي ښځې خاوند او بچو راخوشي کولو ويلي وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG