لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان لپاره په نرمو شرطونو د کروړونو ډالرو د قرضې اعلان


پاکستان لپاره په نرمو شرطونو د کروړونو ډالرو د قرضې اعلان
پاکستان لپاره په نرمو شرطونو د کروړونو ډالرو د قرضې اعلان

نړيوال بينک دپاکستان خيبرپښتونخوا صوبې او دوفاق تر انتظام لاندې قبائيلي سيمو کې د جنگ ځپلو کورنيو دامداد لپاره د25ؤ کروړو ډالرو دقرض منظوري ورکړې ده او جاپان هم دجمعې په ورځ په نرمو شرطونو د23ؤ کروړو ډالرو څخه دزياتې قرضې ورکولو اعلان کړى دى چې په صوبه کې به سيلاب ځپلو سيمو کې په ځانگړې توگه دسړکونو او پلونو په بيا جوړولو خرڅ کولى شي.
نړيوال بينک په يو بيان کې وئيلي دي دقرض ترڅنگ به پاکستان ته ددريوؤ کروړو او پنځوسو لکو ډالرو عطيه هم ورکولى شي او دغه مالي وسيلې به دهاغو کورنيو پخپلو پښو دبيا اودرولو او بنيادي ضرورتونو پوره کولو باندې خرڅ کولى شي چې روزگار يې دتندلاريتوب په ضد دکارروائيو له امله سخت اغيزمن شوى دى.
دبيان مطابق دنړيوال بينک لخوا ورکړل کيدونکى قرض دپنځوؤ ديرشو څخه نيولې تر پنځه څلويښتو کلونو په موده کې ديو فيصد څخه کمې شرح سودسره ادا کيدلى شي.
دجاپان لخوا ورکړل کيدونکى رقم هم خيبرپښتونخوا صوبه کې دسيلاب څخه متاثره شوؤ تقريباً دوؤ زرو کلوميټرو پورې اوږدو سړکونو او 221ؤ پلونو په بيا جوړولو خرڅ کولى شي.
په دې موقع داقتصادي چارو سکتر وويل دغه قرض دجاپان لخوا دورکړل کيدونکو هاغو پنځوسو کروړو ډالرو دامداد برخه ده چې ژمنه يې تير کال دنومبر په مياشت کې په اسلام اباد کې جوړې شوې پاکستان ډويلپمنټ فورم په غونډه کې جاپان کړې وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG