لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

وزیراعظم عمران خان وايي حکومت په لاک ډاون کې د نرمۍ فیصله کړې


د پاکستان حکومت په لاک ډاون کې د نرمۍ فیصله  په داسې حال کې اعلان کړه چې په ملک کې کې د کرونا وایرس د ناروغانو په شمېر کې مسلسل اضافه کیږي او ډاکټرانو د حکومت نه غوښتلي وو چې په لاک ډاون دې په سختۍ عملداري وکړي

د پاکستان وزیراعظم عمران خان ویلي حکومت فیصله کړې ده چې د خالي، شنبې، د ورځې نه به په لاک ډاون کې په ورو ورو نرمي کولی شي خو که چېرې ولس کرونا وایرس د مخنیوي په لړ کې د ‌‌‌ذمه وارۍ نه کار وانخیستلو نو لاک ډاون به بیا پرځای کړی شي.

عمران خان د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د دغه اعلان ترڅنګ وغوښتل چې ولس دې کرونا وایرس د مخنیوي په لړ کې د حکومت په هدایاتو عمل وکړي.

که څه هم په پاکستان کې په رسمي ډول لاک ډاون پرځای و او حکومت غوښتل چې خلک دې په خای ګڼه نه جوړوي خو د لاک ډاون د خلاف ورزۍ رپورټونه راتلل په خصوصي توګه د روژې په مهال په جوماتونو کې اجتماعي لمونځونه او تراویح کېدلې او وېل کېدل چې په زیاترو جوماتونو کې د حکومت په هدایاتو عمل نه کیږي.

د پاکستان حکومت په لاک ډاون کې د نرمۍ فیصله په داسې حال کې اعلان کړه چې په ملک کې کې د کرونا وایرس د ناروغانو په شمېر کې مسلسل اضافه کیږي او ډاکټرانو د حکومت نه غوښتلي وو چې په لاک ډاون دې په سختۍ عملداري وکړي ځکه چې د وبا په پراخه کچه د خپرېدو په صورت کې پاکستان په لویه شمېره کې د مريضانو د علاج وسایل او طبي عمله نه لري.

د صحت نړیوالې ادارې ډبلیو اچ او مشر خبرداری کړی چې حکومتونه د لاک ډاون په لېرې کولو باید د احتیاط نه کار واخلي.

تیدروس ګبریاسس د شورو، چهارشنبې، په جینوا کې د کورونا وایرس په اړه خبرو کې وویل: "لاک ډاون ته د بېرته ګرځېدو خطر ډېر رښتیا دی، کچېرې هېوادونه دغه پرانېستل په پړاونو کې په پوره احتیاط سره ترسره نه کړوي."

دغه راز تېدروس وویل، هېوادونه باید د سفري بندیزونو له لېرې کولو مخکې یو شمېر جدي ګامونه واخلي، د بیلګې په توګه باید د څارنې او کنټرول سیستم پر ځای وي او د روغتیايي سیستم تیاری باوري شي.

وزیراعظم عمران خان په لاک ډاون کې د نرمۍ اعلان د ملي رابطه کمېټۍ د غونډې وروسته وکړو. هغه وویل د نرمۍ فیصله یې ځکه کړې چې خلک د مشکل سره مخامخ دي.

عمران خان وویل وفاقي حکومت ټرانسپورټ هم پرانیستل غوښتل خو صوبايي حکومتونه په اړه تحفظات لري نو ځکه دغه فیصله وځندول شوه.

ځينې سوداګرو ګواښونه کړي که حکومت په لاک ډاؤن کې نرمي نه کوي او د دوی دپاره کومه داسې تګلاره نه جوړوي چې د لاک ډاؤن سره کاروبارونه پرانستل شي نو دوی به په خپله کومه تګلاره جوړه کړي.

د ځايي ميډيا ترمخه زياتره صوبې په دې حق کې دي چې په لاک ډاؤن کې د صوبو او ښارونو ترمنځ د ګاډو او اور ګاډي ونه چلول شي دغه بندېز دې په ځای پاتې شي.

دغه ډول ويل شوي چې په ملک کې دننه دې د الوتکو پروازونه هم بند پاتې کړی شي.

د ډان د رپوټ ترمخه د نيشنل کمانډ سنټر مشر د منصوبه بندۍ وزير اسد عمر ويلي دوه ورځې وړاندې د کابينې په غونډه کې په لاک ډاؤن کې د نرمۍ کولو ويل شوي چې د کاروبارونو او دوکانونو په پرانستلو کې به نرمي کولی شي.

خو د صوبو لخوا د بازارونو د پرانستو په وختونو اختلافا ت شتون لري.

په ملک کې چې د کرونا وبا خوريږي او د کرونا نه د مړو او اغېزمنوشمېره ورځ تر بلې سېوا کيږي راپورونه وايي ځینې ډاکټران په لاک ډاؤن کې د نرمۍ کولو مخالفت کوي.

XS
SM
MD
LG