لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې په لاک ډاون کې نرمي شروع شوه خو ډاکټران اندېښمن دي


د ګل، دوشنبې، په ورځ په بازار کې ځینو تنانو پوزو ته ماسکونه او لاسو ته دستانې اچولې وې خو زیاترو پکې د احتیاط نه کار نه اخیستو او اوږه په اوږه ولاړ خریداري یې کوله
د ګل، دوشنبې، په ورځ په بازار کې ځینو تنانو پوزو ته ماسکونه او لاسو ته دستانې اچولې وې خو زیاترو پکې د احتیاط نه کار نه اخیستو او اوږه په اوږه ولاړ خریداري یې کوله

په پېښور کې د لاک ډاون نه وروسته بازارونه پرانیستل شول، د ښار بازارونه د اختر خریدارانو نه ډک وو خو د کرونا وایرس د مخنیوي په لړ کې د احتیاط نه کار نه اخیستل کېدو او خلک لیدل کېدل چې څنګ په څنګ په دوکانونو خریداري کوي.

د پاکستان د ډاکټرانو تر ټولو لوی تنظیم پاکستان مېډیکل ایسوسي اېشن په لاک ډاون کې د نرمۍ د حکومت د فیصلې مخالفت کړی او د تنظیم غړو ډاکټرانو ویلي کرونا وایرس لا ختم شوی نه دی او د مخنیوي یوازینې لاره یې لاک ډاون یا د خلکو په تګ راتګ او د معمول په اقتصادي هلو ځلو بندیز لګول دي.

وزیراعظم عمران خان ویلي په لاک ډاون کې د نرمۍ فیصله د کم یا د ورځې په حساب امدن ګټونکو خلکو مشکلات په نظر کې د نیولو ورسته شوي ده
وزیراعظم عمران خان ویلي په لاک ډاون کې د نرمۍ فیصله د کم یا د ورځې په حساب امدن ګټونکو خلکو مشکلات په نظر کې د نیولو ورسته شوي ده

خو وزیراعظم عمران خان ویلي په لاک ډاون کې د نرمۍ فیصله د کم امدن یا د ورځې په حساب امدن ګټونکو خلکو مشکلات په نظر کې د نیولو ورسته شوي ده.

د پاکستان مېډیکل ایسوسي اېشن ډاکټر اکرام د اتوار، یکشنبې، په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل حکومت دې کرونا وایرس مخه ونېسي که دا د لاک ډاون دلارې وي او که په بله کومه طریقه وي. خو هغه زیاته کړه لاک ډاون د کرونا د مخنیوي موثره لاره ده.

په پېښور کې ګل، دوشنبه، په لاک ډاون کې د نرمۍ د هفتې لومړۍ ورځ وه او د وي او ای ډیوه خبریال مدثرشاه په خپل رپورټ کې وايي د ښار په بازارونو کې په لوی شمېر کې مېرمنو، ماشومانو او سړو سوداګانې کولې چې زیاترو پکې د اختر خریداري کوله.

د پېښور په صدر بازار کې یو دوکاندار امیر حمزه وي او ای ډیوه سره خبرو کې د بازار د پرانستل کېدو هرکلی وکړو.

یوبل دوکاندار محمد اسماعیل وویل د حکومتي هدایاتو مطابق به په ټولو احتیاطي تدابیرو عمل کوي او مازیګر څلور بجې به خپل دوکانونه تړي خو غوښتنه یې وکوه چې د ورځې چې اجازه ورکړل شوه باید د روژه ماتي نه پس هم د کاروبار اجازه وي.

د بازارونو د پرانیستل کېدو په اړه د خېبرپښتونخوا حکومت د جمعې په ورځ په خپله هدایت نامه کې وویل دوکانونه به د مازدیګر څلور بجې بنديږي او د جمعې، خالي، شنبې، او اتوار، یکشبنې، په ورځ به په مکمله توګه بند وي.

خبریال مدثر شاه وايي د ګل، دوشنبې، په ورځ په بازار کې ځینو تنانو پوزو ته ماسکونه او لاسو ته دستانې اچولې وې خو زیاترو پکې د احتیاط نه کار نه اخیستو او اوږه په اوږه ولاړ خریداري یې کوله.

دا په داسې مهال ده چې پښتونخوا کې د کرونا اغیزمنو شمیره ورځ تر بلې په سیوا کیدو ده او ډاکټران وایي ټول بند کې په داسې وختونو کې نرمي کول به د کرونا مریضانو کې نوره اضافه وکړي.

کرونا وایرس د مخنیوي په اړه هدایاتو کې د یو بل نه په سماجي فاصله ساتلو زور ورکړی شوی دی چې خلک دې د یو بل نه اندازً شپږ فټه فاصله (واټن) ساتي، یو بل ته دې لاس نه ورکوي او که څوک ناروغه وي نو په کور دې پاتې شي او په کور کې دې هم ځان د نورو خپلوانو نه لېرې وساتي.

په امریکا کې د لاک ډاون په مهال د خلکو نه غوښتل شوي چې کور نه د بهر وتلو په وخت دې ماسکونه لګوي، په لاسونو دې دستانې اغوندي او په دوکانونو کې دې خلک د یو نه فاصله ساتي. زیاتره خلک لیدل کېږي چې په دې هدایاتو عمل کوي. په دوکانونو کې خلکو د قطار دپاره په فرشونو نخښې جوړې کړی شوي وي او د دوکانونو په کاونټرو کارکونکي د ښیښو د شا نه د خریدارونه نه پېسې اخلي. په لویو لویو دوکانونو د ګاهکانو ته دستانې او د لاسو جراثیم وجړنکې دوا هم ورکوي.

په پاکستان کې ډاکټرانو د روژې په مهال په جوماتونو کې د اجتماعي عبادت اجازت ورکولو په حکومتي فیصله هم ټکونه کړي وو خو د حکومت دریځ دی چې په دې اړه یې حفاظتي هدایات جاري کړي دي چې خلک دې د یو بل نه په فاصله لمونځونه کوي، د زیات عمر خلک او ماشومان دې جوماتونو ته نه ځي او په جوماتونو کې دې لوې غونډې نه کوي. خو د پاکستان رپورټونه وايي په دغو هدایاتو په عامه کچه عمل نه کیږي.

په پیښور کې د صوبې ینګ ډاکټرز ایسوایشن صدر رضوان کنډی کرونا وهلی دی وايي پیښور کې د چین د ووهان ښار نه هم زیات خراب صورتحال دی او څوک هم چې د کرونا ټیسټ کوي نتیجه یې مثبت خیږي. ډاکټر رضوان کنډي دا مهال په ایسولیشن یا د تنهايي په وارډ کې دی.

څیړونکي وايي د کرونا وایرس د تجربې نه به پاکستان ته معلومه شي چې د صحت د خېر ښیګړې نظام یې څومره کمزوری دی.

د پاکستان د انګریزۍ ژبې ورځپاڼې ډان د ګل، دوشنبې، په ورځ په خپله اداریه کې لیکلي دي چې په پاکستان لا د کرونا وایرس د مسلې نه دی وتلی او په اینده څو هفتو کې به د ملک د صحت په بنیادي اسانتیاو بار نور هم زیاتیږي.

ډان په خپله اداره کې وايي چې د کرونا وایرس باید چې د پاکستان واکمن د خوب نه په جړک رابیدار کړي چې دفاع ته یې د بل هر مد نه زیاته ترجیح ورکړې ده او د ملګرو ملتونو د صحت ادارې ډبلیو اېچ او د سپارښتنه باوجود هم د قامي امدن یا جي ډي پي د شپږ فیصد نه هم کم لګښت د صحت د خیر ښیګړې په برخه کې کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG