لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتنو تعلیم پوهانو د امریکائي یونیورسټۍ ملاله کتاب نصاب کې شاملولو هرکلی کړی


سرښار واشنگټن کې موجودې یونیورسټۍ په خپله ویب پاڼه ویلي دې کتاب په ټوله نړۍ کې خلک متحرک کړې نو ځکه یونیورسټۍ فیصله وکړه چې د لوستلو دپاره يي نصاب کې شامل کړي
سرښار واشنگټن کې موجودې یونیورسټۍ په خپله ویب پاڼه ویلي دې کتاب په ټوله نړۍ کې خلک متحرک کړې نو ځکه یونیورسټۍ فیصله وکړه چې د لوستلو دپاره يي نصاب کې شامل کړي

د سوات ملاله یوسفزۍ په ژوند کتاب "ايي ایم ملاله" د امریکې جارج واشنگټن یونیورسټۍ په خپل نصاف کې شامل کړی او د سږ کال نه طالب علمانو ته ښودلی کیږی.

سرښار واشنگټن کې موجودې یونیورسټۍ په خپله ویب پاڼه ویلي دې کتاب په ټوله نړۍ کې خلک متحرک کړې نو ځکه یونیورسټۍ فیصله وکړه چې د لوستلو دپاره يي نصاب کې شامل کړي.

سېمه کې تعلیمي ماهرینو د جارج واشنگټن یونیورسټۍ د فیصلې هرکلی کړی دی.

مسرت قدیم د زنانه ؤ د تعلیم پائیمان ټرسټ نومې اداره چلوي. هغې د امریکائی یونیورسټۍ د فیصلې ستائنه وکړه.

وي او ای سره مرکه کې مسرت قدیم وویل "دا ښه خبره ده. ما همیشه پاکستان کې داسې تعلیمي نصاب په حق کې غږ پورته کړی چې د نورو مذهبونو ترمنځ هم اهنگي او یو بل سره زغم ته وده ورکوي. هم دا وجه ده پاکستان کې د مذهب د معیار په لړ کې هم تعلیم یو اړخیزه خبره کوي."

تعلیمي ماهر خادم حسین هم د جارج واشنگټن یونیورسټۍ د فیصلې هرکل وکړو. هغه وویل ددې په نتیجه کې به سیمه کې زنانه ؤ تعلیم وده ومومي. خادم حسین وویل "ټول پرمخته تلونکې هیوادونه په خاصه توگه پاکستان او د پښتنو سیمه به د جارج واشنگټن یونیورسټۍ د فیصلې نه گټه ترلاسه کړي."

خادم حسین وايي د امریکائي یونیورسټۍ فیصله باید چې پاکستان کې د تعلیم د ماهرینو سترگې پرانځي. "هغه څوک چې تعلیم سره تړون لري، هغوي دپاره د فیصله چوکاټ برابروي چې نصاب کې يي شامل کړي."

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG