د اسلام اباد په لور د جمیعت علما اسلام (ف) ازادي مارچ برخه وال د گل، دوشنبې، په ماسخوتن د سند صوبې نه پنجاب ته داخل شول.
د جي یو ايي مشر مشر مولانا فضل الرحمان په ټویټر پنجاب ته د داخلېدو خبر شریک کړو.
پنجاب کې د تحریک انصاف حکومت دی او مولانا فضل الرحمان د تحریک انصاف وزیر اعظم عمران خان د مستعفي کېدو دپاره د اسلام اباد په لورې لاریون پېل کړی دی.
پنجاب ته د رسېدو نه وړاندې مولانا فضل الرحمان د ویلي وو چې فیصله یې کړې ده چې د پاکستاني ادارو سره به په ټکر نه ورځی او که چېرې د هغه په قول داسې څه صورتحال جوړیږي نو دا به د حکومت او یا د اېجنسو د طرفه وي.
د سند په سکهر ښار کې د وي او ای اردو څانگې سره مرکه کې مولانا فضل الرحمان وویل دوی ثابته کړې ده چې دوی خپله او د دوی غونډې پرامنه وي. هغه وویل که چېرې په ازادۍ مارچ کې چا څه ورانی وکړو نو دا دغه وران کارۍ به د حکومت نماینده گڼل کیږي ځکه چې د حکومت خلک د دوی د لاریون د تباه کولو کوښښ کوي.
د اردو څانگې د رپورټ نه داسې نه ښکارېده چې مولانا فضل الرحمان د کومو ثبوتونو په بنیاد په حکومت د هغه د ازادۍ مارچ د تباه کولول الزام لگوي خو وزیراعظم عمران خان ویلي د حکومت خلاف هغه گوندونه یوځای شوی دي چې د هغه په قول په بډو رشوتونو کې ککړ دي.
عمران خان د گل دوشنبې، په ورځ د پنجاب په ننکانا صاحب ښار کې یوې غونډې ته وویل د بډو رشوتونو په معامله به د هیڅ چا سره جوړ جاړی ونکړي.
که څه هم حکومت یا د احتساب ادارې په مولانا فضل الرحمان او یا د جی یو ايي (ف) په بل کوم مرکزي مشر تراوسه د بډو رشوتونو کوم الزام نه دی لگولی خو د حزب اختلاف گوندونه وايي حکومت دا ډول الزامات د مخالفینو په ضد د سیاسي الې په توگه استعمالوي.
مولانا فضل الرحمان د وزیراعظم عمران خان د مستعفي کېدو، د پوځ د څارنې لاندې د نوو انتخاباتو، د اسلامي دفعاتو د تحفظ او د سویلین ادارو د بالادستۍ غوښتنه کوي. د جی یو ايي مشر دا هم غوښتنه کوي چې د هغه په ازادۍ مارچ کې دې کوم خنډ را ولاړ نکړی شي.
د وي او ای اردو څانگې سره خپله مرکه کې مولانا فضل الرحمان د جی یو ايي د یو مرکزي رهنما مفتي کفایت الله گرفتاري او د سنېټر حمدالله د شناختي منسوخي دواړه د نا پوهۍ اقدامات وبلل او چې د هغه په وینا ټوله دنیا پرې خنده کوي. د شهریت په لړ کې مولانا فضل الرحمان وویل هغه ته هم څوک ویلی شي چې نیکه دې د افغانستان څخه راغلی و نو ځکه پاکستانی نه يي، داسې به څوک هم محفوظ نه وي.
مولانا فضل الرحمان وویل د حزب اختلاف نور گوندونه هم د ازادۍ مارچ حمایت او د جی یو ايي نه په زیات پر جوش انداز کې د نوو انتخاباتو او د وزیر اعظم د استعفا غوښتنه کوي.
مولانا فضل الرحمان وویل د جی یو ايي په زیلي تنظیم انصارالسلام د حکومت د پابندۍ فیصله نه مني. هغه وویل جی یو ايي او د گوندې نورې څانگې قانوني حېثیت لري او د الیکشن کمیشن سره یې نوم لیکنه یا رجسټرېشن شوی دی.
د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ کې د جی یو ايي د ازادۍ مارچ برخه وال د اتوار، یکشنبې، په ورځ د کراچۍ نه روان شوي او د گل، دوشنبې، په ورځ سکهر ته ورسیدل. مولانا فضل الرحمان په سکهر کې د وي او ای اردو څانگې سره خبرې وکړې.
په سکهر کې مولانا فضل الرحمان لاریون ته هم وینا وکړه او ویې ویل د حکمرانانو سره یې سیاسي جنگ شروع کړی دی او د دې جنگ نه به وروسته نشي.