لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په جنوبي وزیرستان کې شپږ پاکستاني عسکر وژل شوي دي


په شوال کې د طالبانو یو پخوانی تصویر

د جنوبي وزیرستان په شوال سیمه کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو په مرکز حمله شوي ده چې پکې شپږ پاکستاني پوځي عسکر وژل شوي دي.

د پوځ سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي د شوال د جنوبي وزیرستان په درې نښتر تحصيل کې د پاکستان پوځ په قلعه د اتوار، یک شنبې، په ورځ حمله وشوه چې په نتیجه کې شپږ پوځیان ووژل شو.

پوځ د حملې پړه په کومې ډلې نه ده اچولې او نه هم کومې ډلې یې ذمه واري په غاړه اخیستي ده.

شوال د شمالي او جنوبي وزیرستان او د افغانستان په پوله پرته د غرونو او ځنگلونو سیمه ده چې پکې په یو وخت کې د وسلوالو مرکزونه وو خو د پاکستان پوځ وايي د کال ٢٠١۴ م د ضرب عضب نومې عملیاتو ورسته یې وسلوال د سیمې څخه ویستي دي

XS
SM
MD
LG