لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رحمان ملک وائې د جنوبي پنجاب ترهه گرو ميدان ته دانگلي دي


د پاکستان د کورنو چارو وزیر رحمان ملک
د پاکستان د کورنو چارو وزیر رحمان ملک

د پاکستان د کورنو چارو وزیر رحمان ملک وائې اوس د پنجاب صوبې جنگیالو میدان ته رادانگلې دي او هیواد کې يي ترهگرۍ ته لاس اچولی دی

دپاکستان دکورنيو چارو وزير رحمان ملک وائي دجنوبي پنجاب څخه ترهه گرو ميدان ته رادانگلي او دغه ترهه گر دالقاعده او طالبانو يوه برخه ده.
دلاهور په ماډل ټاؤن کې دترهه گرۍ ښکار شوؤ د قاديانيانو دعبادت خانو څخه له ليدنې وروستو رحمان ملک ميډيا سره دخبرو په مهال وويل په سوات او قبائيلي سيمو کې دماتې سره مخ شوؤ طالبانو او القاعده دجيش محمد، سپاه صحابه او لشکرجهنگوي پشان تندلارې ډلې دځان سره ملگرې کړې او هغوي ته يې په قبائيلي سيمو کې تربيه ورکړه.
رحمان ملک وويل ترهه گر غواړي پاکستان بې ثباته کړي او ددغه عمل لپاره اوس دناکامۍ څخه وروستو په پاکستان کې دډلو پيدا کولو په سازش بوخت دي.
ښاغلي ملک وويل دغو ترهه گرو ته وئيل غواړي چې اخر به هم هغوي دماتې سره مخ کيږي.
دهغه وينا وه دهر وگړي تحفظ دحکومت مسؤليت دى.
هغه وويل ټول علماء کرام دې دترهه گرۍ په سختۍ سره غندنه وکړي او دترهه گرو دلاس آلې دې نۀ جوړيږي.
دکورنيو چارو وزير وويل دقاديانيانو په عبادت خانو دبريدونو په هکله دپنجاب وزيراعلي شهباز شريف څيړنيزه ډله ټاکلې او مونږ ددغه ډلې راپور ته سترگې په لار يو.
ديوې پوښتنې په ځواب کې ښاغلي ملک وويل ترهه گر دکومې يوې صوبې پورې محدود نۀ دي بلکې په ټول هيواد کې خوارۀ شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG