لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اورکزو کې د وژل شؤو جنگیالو شمیره ٣١ ته رسیدلې


اورکزو کې د وژل شؤو جنگیالو شمیره ٣١ ته رسیدلې

ویل کیږي په جنوبي وزیرستان کې د عملیاتو ورسته، جنگیالو په اورکزو کې د پناه ځایونه او د تربيي مزکزونه جوړ کړې دي

د پاکستان په اورکزو قبائیلې سیمه کې د جنگیالو خلاف د امنیتي ځواکونو لخوا په روانو عملیاتو کې د اتوار په ورځ ١٣ نور جنگیالي وژل شوې دي.
د چارواکو د وینا ترمخه، امنیتي قواؤ د اورکزو په محمودزۍ علاقه کې د اتوار په ورځ سحر وختي د جنگیالو د پټیدو ځایونه په نخښه کړې. په نتجیه ١٣ جنگیالي وژل شوې.
د امنیتي چارواکو د وینا ترمخه، پرون د اورکزو په علیزو برخه کې د عملیاتو په ترڅ کې ١٨ جنگیالې وژل شوې ؤ. د ارنگ په تیرو ٢۴ ساعتو کې په روانو عملیاتو کې ٣١ جنگیالي وژل شوې دي.
د اورکزو په شمول په قبائیلې سیمو کې د بې امنۍ په وجه خبریالان دغلته په ازاده توگه کار نشې کولی نو ځکه د سرکاري معلوماتو په ازاده توگه تصدیق ممکن نه وي. بل خوا، جنگیالي اکثره د سرکاري چارواکو معلومات ردوي.
اورکزو کې د تیرې څه مودې راهسې د جنگیالو خلاف عملیات روان دي. ویل کېږي په جنوبي وزیرستان کې د عملیاتو ورسته، پاکستاني طالبانو په اورکزوکې مرکزونه او د پناه ځایونه جوړ کړې دي.

XS
SM
MD
LG