لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اورکزۍ : دامنيتي ځواکونو عملياتو کې 16 جنگيالي وژل شوي دي


د پاکستان قبائیلې سیمه اورکزۍ
د پاکستان قبائیلې سیمه اورکزۍ

په اورکزوکې دتيرو دريوؤ مياشتو راهسې دتندلارو په ضد عمليات روان دي او پوځ ادعا کوي چې دغه سيمه يې تر زياته حده دتندلارو څخه پاکه کړې ده.

دپاکستان په قبائيلي سيمه بره اورکزو ايجنسۍ کې دامنيتي ځواکونو له لوري دتندلارو په ضد تازه عملياتو کې نور 16 تندلاري وژل شوي او 9 ژوبل شوي دي.
دسيمې څخه سرچينو ډيوه ريډيو ته وويل دزيارت په ورځ دبره اورکزو په خديزۍ، غونډکۍ او اينځر پټۍ سيمو کې امنيتي ځواکونو دتندلارو په ضد چټک عمليات وکړل او دهغوي 3 ځالې يې له مينځه يوړې.
سرچينې وائي په دغو عملياتو کې لږ ترلږه 16 جنگيالي وژل شوي خو ددغه شميرې تصديق داړونده خواؤ له لوري نۀ دى شوى
د شورو په ورځ هم په بره اورکزۍ کې دامنيتي ځواکونو لخوا دتندلارو په ضد عملياتو کې د30ؤ تندلارو دوژنې ادعا شوې وه.
په اورکزوکې دتيرو دريوؤ مياشتو راهسې دتندلارو په ضد عمليات روان دي او پوځ ادعا کوي چې دغه سيمه يې تر زياته حده دتندلارو څخه پاکه کړې ده.
په دغو عملياتو کې د1300ؤ څخه دزياتو تندلارو او د30ؤ څخه دزياتو پوځيانودوژنې ادعاوې په بيلا بيلو وختونو کې شوي دي ، خو په سيمه کې دروان تاؤژن وضعيت له امله ددغه شميرې تصديق نۀ شي کيدلى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG