لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

گیلاني وائې د جنرل کیانې د مودې پراختیا د فشار لاندې نه ده شوې


گیلاني وائې د جنرل کیانې د مودې پراختیا د فشار لاندې نه ده شوې

گيلاني دغه تاثر رد کړو چې گنې دپوځ دمشر دملازمت موده يې دامريکا دفشار له امله پراخه کړې ده اووې ويل په دغه هکله يې حکومت دهيڅ رقم فشار لاندې نۀ ؤ.

د پاکستان وزیراعظم یوسف رضا گیلاني ویلې دپوځ دمشر دملازمت په موده کې دپراختيا فیصله د څه فشار د لاندې نه ده شوې.
د جمعې په ورځ، اسلام اباد کې خبریالانو ته وینا کې، ښاغلې گیلانې د خپلې پريکړې ددفاع کولو په ترڅ کې وويل دترهه گرۍ دمخنيوي په تگلاره کې دتسلسل باوري کولو لپاره دپوځ سرلښکر جنرل اشفاق پرويز کياني دملازمت په موده کې ددريوؤ کلونو پراختيا ضروري وه.
هغه وويل داستخباراتي شبکې ائي ايس ائي دډائريکټر جنرال احمدشجاع پاشا په شمول دنورو جرنيلانودملازمت په موده کې هم پراختيا شوې ده او جنرال کياني دهغه په څوکۍ پځايې ساتل هم ددغه تگلارې برقراره ساتل دي.
وزيراعظم دپوځ دمشردملازمت په موده کې ددريوؤ کلونو دپراختيا دوضاحت کولو په مهال وويل کۀ چرې يو، دوؤ کلونو يا دراتلونکې حکمنامې پورې پراختيا کيږي نو اثر يې ښه نۀ وي ځکه دغه پريکړه وکړل شوه.
گيلاني دغه تاثر رد کړو چې گنې دپوځ دمشر دملازمت موده يې دامريکا دفشار له امله پراخه کړې ده اووې ويل په دغه هکله يې حکومت دهيڅ رقم فشار لاندې نۀ ؤ.
وزيراعظم وويل دملک صدر، وزيراعظم، دپوځ مشر او دسپريم کورټ چيف جسټس به پخپلو څوکيو تر کال 2013ء پورې پاتې وي ځکه نو اوس ددغو ټولو مقام مضبوط شوى او هر يو ته دائين داختيار په دائره کې داوسيدلو سره کار کول پکار دي.
خووزيراعظم دخپل دغه بيان نور وضاحت ونۀ کړو.
په ډاگه دې وي چې 58 کلن جنرال اشفاق پرويز کياني په کال 2007ء کې دپاکستان دپخواني پوځي صدر جنرال پرويز مشرف څخه وروستو دپاکستان دپوځ مشر ټاکل شوى ؤ او څيړونکي وائي نوموړى دامريکا او نيټو په پوځي کمانډرانو کې زيات مشهور دى ځکه چې جنرل کياني پوځ دسياسي معاملو څخه دلرې ساتلو لپاره دملک په دغه طاقتوره اداره کې داهمو بدلونونو کولو سره خپل ټول پام دترهه گرۍ په ضد جگړې ته اړولى دى.
دزيارت په ورځ وزيراعظم يوسف رضا گيلاني په غيراعلانيه توگه قام ته پخپله وينا کې دجنرل کياني ملازمت په موده کې دپراختيا اعلان کړى ؤ خو ددغه پريکړې دوړاندې څخه هيله کيده.
له دې وړاندې داينټلي جنس ادارې ائي ايس ائي مشر احمدشجاع پاشا دملازمت په موده کې هم پراختيا شوې وه او په هاغه مهال هم دا دريځ خپل کړل شوى ؤ چې دترهه گرۍ په ضد جگړه کې دتسلسل لپاره هغه دملازمت موده پراخولى شي.

XS
SM
MD
LG