لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ترهگرۍ خلاف د پوځ او د حکومت اشتهارات د پښتنو سپکاوی کوي؟


 د پاکستان د اردو ژبې ورځپاڼي جنگ د ویب پاڼي نه اخیستل شوی د اشتهار عکس
د پاکستان د اردو ژبې ورځپاڼي جنگ د ویب پاڼي نه اخیستل شوی د اشتهار عکس

د پاکستان د پارلیمنټ دوو غړو په دې خبره احتجاج کړی دی چې ولس کې د ترهگرۍ خلاف د بیدارۍ پیداکولو دپاره د پوځ په مطبوعاتو کې شائع شوو اشتهاراتو کې د پښتنو او بلوڅو د کلتوري اقدارو سپکاوی شوی دی.

دغه مسله د پارلیمنټ په ایوان بالا یا سنیټ کې د شورو، چارشنبې، په ورځ د پاکستان تحریک انصاف سنیټر اعظم سواتي او د جمیعت علما اسلام (ف) ډلې سنیټر حافظ حمدالله پورته کړه.

سنیټر حافظ حمدالله وايي د ترهگرۍ خلاف د پاکستان حکومت او د پوځ له خوا ورځپاڼو کې چاپ شوي اشتهارونو کې د ښځو داسې عکس لیدل کیږي چې ښځو پکې برقعې او چادري اغوستې دي. ښاغلی حمدالله وايي په پاکستان کې د دغه جامه پښتنې او بلوڅ میرمنې اغوندي. هغه وویل دا د پښتنو او بلوڅو د روایاتو سپکاوی دی.

سنیټر حمدالله په اشتهار کې د سړو په سرونو پکولونو یا چترلیو خولیو او پټکو ته په اشاره وايي چې دا هم په پاکستان کې په عمومي توگه د پښتنو د جامې برخه گڼلی کیږي.

د ترهگرۍ خلاف د حکومت او پوځ په اشتهار باندې د احتجاج په ځواب کې پارلیماني چارو دپاره د حکومت نائب وزیر افتاب شیخ وویل حکومت د هیڅ یو قام سپکاوی نه کوي او نه يي کوم قام په ځانگړي توگه په هدف کړی دی. هغه زیاته کړه چې د پاکستان د ابادۍ په لحاظ تر ټولو لوې صوبې په جنوبي برخو کې هم ځېنې سړي په سر پټکي ږدي.

په اشتهار کې د یو تصویر په عنوان کې لیکل شوي دي چې آیا تاسو خو خپل کور په ناخبرۍ کې کوم ترهگر ته په کرایه نه دی ورکړی. په دغه تصویر کې دوه سړي لیدل کیږي. د یو سړي په مخ ږیره او په سر يي پکول دی او د بل سړي نه ږیره شته او نه يي په سر پکول دی، لکه چې ښائي دی د کور مالک او دا د ږیرې څښتن او پکول په سر تن کرایه دار دی.

په اشتهار کې په یو بل تصویر کې د سړو یوه غونډه لیدل کیږي چې، د دائرې په شکل کې ناست دي، زیاتره په ږیره او په سرونو يي یا خولۍ او یا پټکي دي. دې تصویر ته په اشاره سنیټر حافظ حمدالله وايي دا عکس دنیا ته ښائي چې گني که د چا پټکی یا سواتۍ خولۍ (پکول) په سر و، ږیره يي وه او یا کومې زنانه برقعه اغوستې وه نو دا به ترهگر وي.

سنیټر حمدالله وايي په پاکستان کې په تیرو وختونو کې د ترهگرۍ داسې پیښې هم شوي دي چې پکې ککړ وسله وال د حکومت او د پوځ له خوا په اشتهارونو کې د ترهگر وړاندې کړل شوي چوکاټ کې نه ځائیږي.

په پاکستان کې یو شمیر ترهگرې او غیر قانوني گرځول شوې سخت دریزه ډلې پنجاب صوبې سره اړیکې لري. په دغو کې د جماعت الدعوه مشر حافظ سعید هم شامل دی. د نوموړي په نیولو باندې امریکې د لسو ملینو ډالرو انعام کیښودی دی. په لسگونو نورې ډلې او پنجابي طالبان په گاونډي هیوادونو افغانستان او په هندوستان کې په ترهگرۍ کولو تورن دي.

د وي او ای ډیوه خبریال صداقت جان د روانو چارو پروگرام هیلو وي او ای کې د سنیټر حافظ حمدالله سره د حکومت او د پوځ د اشتهار په موضوع خبرې اترې کړې دي، دلته يي اوریدی شۍ. دغه مرکه د هیلو وي او ای نه اخیستل شوي ده نو ځکه پکې خپرونې ته د اوریدونکو د ټیلې خبرې هم شته:

please wait

No media source currently available

0:00 0:13:01 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG