لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرل باجوه: ځینې خلک پاکستان ماتول غواړي


د پاکستاني پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه ویلي چې ځینې غیر ملکي استحباراتي ادارې او خلک یې غواړي چې پاکستان بې ثباته کړي.

دا خبره د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو څانګې - ای ایس پي ار – د دوشنبې په ورځ ناوخته په یو خبرپاڼه کې کړې ده.

خبرپاڼه د جنرال قمر جاوید باجوه له خولې لیکي چې دا خلک پاکستانی پوځ د خپلو عزایمو په وړاندې خنډ ګڼي او پرې تنقید کوي.

جنرال باجوه دا خبرې د پوځ د یو وژل شوي لیفټینېنټ ارسلان عالم له مور او پلار سره په مري کې د خواخوږۍ پر وخت کړې دي.

لیفټینېنټ ارسلان عالم څو ورځې وړاندې د خیبر ایجسنۍ په راجګل سیمه کې ډیورنډ کرښې ته نژدېپر یوه سرحدي څوکۍ د وسله والو په برید کې وژل شوی وو.

جنرال قمر جاوید باجوه ویلي چې پوځ به د ملک په ښه مفاد کې خپل رول لوبوي او په ټولو چیلنجونو کې به د قام ترڅنګ ولاړ وي.

خو نوموړي په خپلو څرګندونو کې د کومې ډلې یا وګړي یادونه نده کړې کوم چې د ده په وینا په پاکستان کې ګډوډي غواړي.

د پاکستاني پوځ مشر دا څرګندونې په داسې وخت کې کړې دي چې بلوڅ بېلتون غوښتونکو د سویټزرلېنډ د جنیوا تر څنګ د اروپا په یو شمېر ښارونو کې خپل فعالیتونه زیات کړي دي.

پر ټولنیزو رسنیو خپاره شوي تصویرونه او ویډیوګانې ښيي چې بلوڅ فعالانو د نړۍ پام ځان ته اړولو په موخه داسې پوسټرونه او لیکنې کړې دي چې د دوی په وینا په پاکستان کې دې لږکۍ وژغورل شي او پر بلوڅانو دې روان ظلمونه پای ته ورسول شي.

د دې موادو تر خپرېدو وروسته د پاکستاني سینټ مشر رضا رباني پر حکومت غږ کړی وو چې د سویټزرلېنډ حکومت ته کلک غبرګون وښي.

بلوڅ ازادي غوښتونکي تور پورې کوي چې د پاکستان امنیتي ځواکونه یې فعالان تښتوي ، شکنجه کوي یې او بیا یې خراب کړل شوي مړي غورځوي خو پاکستاني چارواکي دا نه مني.


یادگیرنه: دا خبر د مشال ریډیو د ویب پاڼې څخه اخیستل شوی دی

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG