لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: پوځي عدالت ۱۰ نور کسان د ترهګرۍ په تور د مرګ په سزا محکوم کړل


د پاکستان پوځي عدالت نورو ۱۰ تنو ته د مرګ او ۳ نورو ته د بند سزا اورولې، چې وایي د ترهګرۍ په پېښو کې یې لاس درلود. د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمرجاوید باجوه د دوی سزا تایید کړې ده.

د پاکستاني پوځ له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې د هغو ۱۰ کسانو نوملړ خپور شوی، چې وایي د ترهګرۍ په پېښو کې یې لاس درلود. وایي دوی پر بېګناه خلکو، تعلیمي ادارو، پوځي سرتېرو او د پاکستان پر امنیتي ادارو په بریدونو تورن وو.

د پوځ په اعلامیه کې دا نه دي ویل شوي، چې دغو وسلوالو په کومو- کومو ځایونو کې پر پوځي سرتېرو او افسرانو بریدونه کړي دي او نه هم دا څرګنده ده چې دغه د مرګ په سزا محکوم شوي وسلوال د پاکستان د کومو سیمو دي، خو له نومونو یې داسې ښکاري چې اکثریت پښتانه دي.

د پوځ د مطبوعاتو څانګه وایي، دغو لسو کسانو چې د مرګ په سزا محکوم شوي، د ترهګرۍ په بېلابېلو پېښو کې د پوځ او نورو امنیتي ادارو ۴۱ کسان وژلي او ۳۳ یې ټپیان کړي دي. خبرپاڼه وایي چې له دوی څخه د نیولو په وخت وسله او چاودېدونکي مواد هم تر لاسه شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دغو تورنو کسانو مقدمه د پاکستان پوځي عدالت ته وړاندې شوه او د پلټنو په مهال دوی له هغو وسلوالو سازمانونو سره خپل تړاو ومانه، چې پاکستان ورباندې بندیز اعلان کړی دی او اعتراف یې وکړ چې دوی پر پاکستاني سرتېرو او په سوات کې پر سرکاري سکولونو په بریدونو کې لاس درلود

دغه ۱۰ تنه چې د مرګ په سزا محکوم شوي سمیع الرحمٰن، عظیم خان، ارشد بلال، انور علي، محمدحلیم، فضل حلیم، رسول محمد، سهېل احمد، نعمت الله او رحمت علي نومېږي. د پوځ د مطبوعاتو څانګه وایي دوی ټولو له بندیز لګیدلو وسلوالو ډلو سره تړاو درلود، خو د دغو سازمانونو نومونه یې نه دي څرګند کړي.

د ۲۰۱۴م کال د دسمبر په ۱۶مه چې د پېښور پر آرمي پبلک سکول ترهګر برید وشو، نو د پاکستان مرکزي پارلمان د ۲۰۱۵م کال په جنورۍ کې په قانون کې تر بدلون وروسته د پوځي عدالتونو د جوړولو قرارداد منظور کړو.

په دې درې کلنه موده کې د پاکستان پوځي عدالتونو لسګونو کسانو ته د مرګ سزا اورولې، چې د ترهګرۍ په پېښو کې یې لاس درلود، خو ځینې سیاسي څېړونکي نیوکه کوي، چې وایي پوځي عدالتونو یواځې هغو کسانو ته د مرګ سزا ورکړې، چې یواځې پر پوځ یې حملې کړې دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG