لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جاسوسۍ په الزام د پاکستان یو پوځي افسر ته د مرگ او بل ته د قید سزا


د پوځ د مطبوعاتو څانگې وویل د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه افسرانو ته ورکړی شوي سزاگانې تاید کړي دي
د پوځ د مطبوعاتو څانگې وویل د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه افسرانو ته ورکړی شوي سزاگانې تاید کړي دي

د جاسوسۍ په الزام پاکستان یو لوړ پوړې پوځي افسرته ته د مرگ او بل ته ١۴ کاله د قید سزا ورکړې ده.

د پاکستان پوځ د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په یو بیان کې وویل د پوځي افسرانو تر څنگ یو غیر پوځي افسر ته هم د مرگ سزا ورکړی شوې ده.

د پوځي بیان ترمخه، لېفټیننټ جنرل (ریټایرډ) جاوید اقبال ته ١۴ کاله د قید سزا او برېگېډیر (ریټایرډ) راجه رضوان ته د مرگ سزا ورکړی شوې ده.

هم دغه رنگ غېر پوځي افسر ډاکټر وسیم اکرم ته هم د مرگ سزا ورکړی شوې ده. د ډاکټر وسیم په اړه پوځي بیان کې ویل شوې چې هغه په یو "حساس تنظیم" کې کار کولو. د ادارې نوم نه دی څرگند کړی شوی.

پوځي بیان وویل سزا شویو افسرانو خارجي استخباراتو دپاره جاسوي کوله او حساس معلومات یې ورکول. د کوم خارجي هېواد نوم د نه اخیستلو پرته، پوځي بیان زیاته کړه چې سزا شویو کسانو د پاکستان د "قامي امنیت" مخالفو استخباراتي ادارو ته معلومات ورکول او جاسوسي یې ورته کوله.

پوځ وویل په سزا شویو کسانو په پوځي عدالت یا فیلډ جنرل کورټ مارشل کې بېلا بېلې مقدمې وچلول شوې.

د پوځ د مطبوعاتو څانگې وویل د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه افسرانو ته ورکړی شوي سزاگانې تاید کړي دي.

په پوځي بیان کې دا نه د معلومه چې سزا شوي افسران کله نیول شوي وو؟ او یا دا چې پوځي عدالت ورته کله سزاگانې اورولې وې؟

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG