لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوځ د بلوچستان په کيچ  ضلعه کې د دوو ترهګرو د وژلو دعوه کړې


 په پوځي بيان کې دعوه شوې د ترهګرو د ولقې نه په لویه  کچه وسله ترلاسه شوې ده. پوځ د ترسه کړې وسلې عکسونه هم خپاره کړي دي
 په پوځي بيان کې دعوه شوې د ترهګرو د ولقې نه په لویه  کچه وسله ترلاسه شوې ده. پوځ د ترسه کړې وسلې عکسونه هم خپاره کړي دي

د پاکستان پوځ دعوه کړې، د بلوچستان صوبې په کيچ ضلعه کې یې دوه ترهګر وژلي او يو یې ژوبل کړی دی.

پوځ پرون د جمعې په ماسخوتن په خپله وېب پاڼه خپور بيان کې ويلي، د جمعې او زیارت په مينځنۍ شپه کې د استخباراتي معلوماتو په اساس عمليات کړي دي.

ويل شوي، په عملياتو کې دوه ترهګر وژل شوي او يو ژوبل شوی دی.

د وژل شوو ترهګرو پېژندګلو نه ده ښکاره کړی شوې او نه د ژوبل په حواله نور څه ويل شوي دي.

په پوځي بيان کې دعوه شوې د ترهګرو د ولقې نه په لویه کچه وسله ترلاسه شوې ده. پوځ د ترسه کړې وسلې عکسونه هم خپاره کړي دي.

پوځ ويلي وژل شوي کسان د بې ګناه خلکو او امنيتي اهلکارو په وژنه کې ککړ وو.

د پاکستان په بلوچستان صوبه کې په وروستيو کې د ناامنۍ پېښې سېوا شوي دي. په تيرو دوه ورځو کې په کوټه کې د لاسي بمونو د بريدونو پېښې هم شوي دي.

د چهارشنبې په ورځ سي ټي ډي پوليسو په ږوب کې د درېو ترهګرو د وژلو دعوه کړې او ويلي یې وو د وژل شوو ترهګرو تعلق د لاقانونه ګرځول شوې ډلې سره وو.

د جون په 12مه د شپې ناوخته ترهګرو په ږوب کې د پوځ په چاوڼۍ برید کړی،9 پوځیان ورکې وژل شوي او 14 نور ژوبل شوي وو.

پوځ د دغه برید په مهال د پینځو بریدګرو د وژلو دعوه هم کړې وه. د بريد زمه واري د تحریک جهاد پاکستان په نوم ډلې منلې وه.

هم په دغه ورځ ماښام د بلوچستان په سويي علاقه کې په يو بريد کې درې نور پوځيان وژل شوي وو.

پاکستان کې د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټیټیوټ (پي ای سي ايس ايس) تېره میاشت پخپل شپږ میاشتنی رپورټ کې ویلي وو، بلوچستان کې د 2023 م په لومړیو شپږو میاشتو کې د ترهګرۍ 75 پېښې شوې چې ورکې 100 تنه وژل شوي او 163 نور ټپیان شوي دي.

په رپورټ کې ویل شوي وو په بلوچستان کې د کال 2022 پرتله په ترهګریزو بریدونو کې زیاتوالی راغلی دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG