لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د چارسدې د محبوب الرحمان کاکا لور اوس د هغه ځوی دی


محبوب کاکا، د هغه کور ودانه او اسدخان
محبوب کاکا، د هغه کور ودانه او اسدخان
د چارسدې ضلعې د دوه سرو کلې محبوب الرحمان کاکا د شپږو لوڼو پلار وو نا رینه اولاد يي نه لرلو خو اوس يي یو ځوی هم شته او هغه هم دا رنگ چې کور کې يي بل اولاد نه دی ځگیدلی.
نو داڅنگه ووشول چې د محبوب الرحمان کاکا په کور کې چې یواځې شپږ لوڼه وې، اوس يي ځوی هم شته خو کور کې يي نارینه اولاد هم نه دی ځگیدلی؟
خو هغه چې وايي چې د خدائې چې څه خوښه وي نو هم دغه رنگ کیږي. نو د محبوب کاکا په کور کې اوس هلک یعنې د هغه ځوی هم شته.
د محبوب کاکا یو لور په فطري توگه جنس بدل شوی دی، د جینۍ نه هلک او دار نگ د محبوب کاکا لور په ځوی کې بدله شوې ده. نو اوس محبوب کاکا د پنځه ؤ لوڼو او د یو ځوې پلار دی.
د محبوب کاکا او د هغه د ښځې ډیر خواهش وو چې که چرې یو ځوی يي هم وی. خو اوس دواړه د لور رقیه نه د اسدخان په جوړیدلو ډیر خوشحال دي. دا خو يي څه کی، لوڼه او نور خپل خپلوان يي هم په اسدخان ډیر خوشحال دي. نن سبا د محبوب کاکا په کور د خپلوانو او د میلمنو گڼه گوڼه وي او خوشحالۍ کیږي.
د محبوب کاکا کور ودانه وايي چې پټې ته به يي چائی ډوډۍ وړل نو ډیره به ستړې کیده خو اوس دا کار اسدخان په خپلو لاسو کې اخستی دی.
رقیه چې اوس اسدخان دی خپل قیصه د وائس اف امریکا ډیوه ریډیو خبریال ارشد مومند ته کړې ده. په دې حقله نور تفصیل رپورټ کې دلته اوریدی شۍ:
please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:02:44 0:00
Direct link

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG