لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په موټروی د ښځې سره جنسي تیری کونکی شکمن تن نیول شوی: پنجاب پولیس


Rape in Pakistan Punjab Rape Human Rights Women Rights Rape in Punjab Police Motorway Police Girl Rape

د پاکستان پنجاب ایالت پولیسو ویلي تیره میاشت د لاهور سره نژدې په موټروی د یوې ښځې سره د هغې د ماشومانو په مخکې جنسي تیری کونکی تن عابد ملهي یې په فیصل اباد ښار کې نیولی دی.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان سلاحکار شهباز ګل او د پنجاب ایالت د اطلاعاتو ایالتي وزیر فیاض الحسن چوهان هم د دغه تن د نیولو پخلی کړی. شهباز ګل په خپل ټوېټر لیکلي ٫٫ عابد ملهې نیول شوی او د قانون لاندې به ورته سزا ورکول کیږي.٬٬

تورن تن د پنجاب فیصل اباد ښار نه د ترهګرۍ پرضد ځانګړې محکمې سي ټي ډي او د پلټنو مرکزي‌ ادارې غړو به ګډه نیولی دی. د پنجاب پولیسو تر مخه عابد ملهې به د فیصل اباد نه لاهور ته منتقل کوي چرته چې به د هغه ډي اېن ای ټسټ کیږي.

تیره میاشت د ستمبر په نمه نېټه د لاهور سره نژدې دغه تورن تن د فرانس شهریت لرونکې یو مېرمنې سره د هغې د ماشومانو په وړاندې جنسي تیری کړی وو او بیا یې ترې نغدې پېسې او سره زر هم وړي وو.

د فیصل اباد پولیسو مشر سي پي او سهیل سکهیرا وي او ای اردو څانګې ته ویلي، عابد به د فیصل اباد نه د لاهور سي ايي ای ماډل ټاون لاهور تاڼې ته منتقل کوي.‌ نوموړي ویلي،‌ ملزم د موباېل ټېلیفون په ذریعه معلوم شوی دی.‌

وړاندې د دې نه د پنجاب پولیسو او نورو امنیتي ادارو څلور ځلې د دغه تن د نیولو لپاره چهاپې وهلې وې، خو پولیس یې په نیولو کې ناکامه او دغه ملزم په تېښته کې کامیاب شوي وو. د یادې پېښې دویم ملزم شفقت د وړاندې نه نیول شوی او په عدالتي‌ ریمانډ بندي دی.

د پنجاب پوليسو تیره میاشت ویلي وو دغه ښځه د لاهور نه ګوجرانوالې ته د خپلو بچو سره روانه وه او چې کله د لاهور-سيالکوټ ټول پلازې څخه اوړېدلې په ګاډي کې ورته پټرول ختم شوي دي او هلته بيا په مبينه توګه د غلو ښکار شوې ده.

د يادې پېښې په اړه درج شوي رپورټ (اېف ايي ار) کې د ښځې خور ويلي، چې خور (ثنا) ته يې په موټر کې پټرول ختم شوي او هغه په موټروی د مرستې دپاره ولاړه وه. په ټولنيزو رسنيو خپور اېف ايي ار کې ويل شوي وو، په دغه مهال دوه تنه راغلي د ثنا د ګاډي شيشه يې ماته کړه، هغه او بچي يې د ګاډي نه کوز کړل او د موټر څنګ کې ځنګل ته يې بوتللې وه. هغې دعوه کړې چې د خور سره يې غلو وار په وار په زوره جنسي تيری کړی او په تلو کې يې ترې نقدې پېسې (يو لاک روپۍ) او کالي (زر) هم وړلي دي.

د پېښې وروسته احتجاجونه:

په ۹ ستمبر کې د دغه پیښې وروسته د پاکستان په لویو ښارونو کې لویې احتجاجي مظاهرې شوې وې. په دغه مظاهرو کې چې اکثریت ګډون کوونکې یې ښځې وې، د ملزمانو له نیولو سره سره پر ښځو جنسي تېري کوونکو ملزمانو ته د سختو سزاګانو او په دې د عمل غوښتنه هم کړې وه.

په پېښه کې ګڼ شمېر ښځو د احتجاج په مهال پر ښځو د جنسي تېریو په ضد نعرې وهلې او پر شعارپاڼو یې د دې د مخنیوي غوښتنې لیکل هم شوې وې. په یوه شعارپاڼه لیکل شوي وو، چې "دا پاکستان دی که رېپستان".

د پاکستان په سرښار په اسلام اباد کې هم د عورت مارچ په نامه ښځو اجتجاج کوونکو په ملک کې د ښځو په ضد د تشدد ختمولو، په دې اړه د قانون سازۍ او د جنسي زیاتۍ او پر نرښځیانو تشدد کوونکو ته د سختو سزاګانو غوښتنه کړې وه.

مظاهره کوونکو د ښځو لپاره د ولسي ځایونو د خونديتوب تر څنګ په تعلیمي نصاب کې د ښځو د حقونو په اړه موادو شاملولو او په قامي بودیجه کې د ښځو د صحت لپاره د برخې زیاتولو غوښتنه هم کوله.

پاکستان کې په ماشومانو او ښځو زیاتیدونکې جنسي پېښې:

د غیرسرکاري تنظیمونو د رپوټونو له مخې په پاکستان کې پر ښځو او ماشومانو د جنسي تېري په پېښو کې زیاتوالی روان دی او هر کال په دغه هیواد کې په زرګونو ښځې د جنسي تېري ښکار کېږي چې وایي زیات شمېر د پنجاب صوبې دی.

د ماشومانو د حقونو لپاره کارکوونکی تنظیم ساحل پخپل تازه رپوټ کې ویلي، په پاکستان کې هره ورځ اوسط اته ماشومان له جنسي تېریو سره مخ کیږي او د دې کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د جنسي تېریو 497 پېښې رپوټ شوې دي.

XS
SM
MD
LG