لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کی ټو ته ختونکي درې کوه پېما مړه وبلل شوو


کی ټو ته ختونکو کوه پیماو کې د پاکستان ۴۵ کلن محمد علي سدپاره، د اييس لينډ ۴۷ کلن جان سنوري او د چيلي ۳۳ جان پېبلو موهر چې په پينځمه فرورۍ يې د بېس کېمپ سره رابط منقطعه شو
کی ټو ته ختونکو کوه پیماو کې د پاکستان ۴۵ کلن محمد علي سدپاره، د اييس لينډ ۴۷ کلن جان سنوري او د چيلي ۳۳ جان پېبلو موهر چې په پينځمه فرورۍ يې د بېس کېمپ سره رابط منقطعه شو

د پاکستان کی ټو غر ته ختونکي درې کوه پېما چې د تېرو قریباً دوو هفتو راهسې بې درکه وو د زیارت، پنجشنبې، په ورځ مامورینو مړه ووبلل او د ۸۶۱۱ مېټره په اوچتوالي یې د دوی تر اوسه د ژوندي پاتې کېدو امکان رد کړو.

کی ټو ته ختونکو کوه پیماو کې د پاکستان ۴۵ کلن محمد علي سدپاره، د اييس لينډ ۴۷ کلن جان سنوري او د چيلي ۳۳ جان پېبلو موهر چې په پينځمه فرورۍ يې د بېس کېمپ سره رابط منقطعه شو.

د وي او ای د انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي د پاکستان پوځ، د اييس لېڼد او د چېلی په د غر

ختونکو د موندلو دپاره عملیات پېل کړل خو د یو کس درک هم معلوم نه شو.

د ګلګت بلتستان چې کی ټو پکې موقیعت لري د سیاحت وزیر راجه ناصر علي خان خبریالانو ته وویل چې ماهرین دې نتیجې ته رسېدلي دي چې بې درکه کوه پېما به تر اوسه په دومره سخته یخنۍ کې د دومره اوږد وخت پورې ژوندي نه وي. هغه وویل د جسدونو د لټون دپاره عملیات به دوام لري.

د سنوري او موهر کورنیو په یو بیان کې وویل درې واړه کوه پېما مضبوط کسان وو غوښتل یې چې دا ژمې د کی ټو په سر یوځای ودرېږي.

د علي سدپاره زوي ساجدسدپاره وویل کورنۍ یې د مهربانه پلار او پاکستان د یو عظیم، بهادر او تجربه کار کوه پېما نه محروم شو.

د محمد علي سدپاره، د جان سنوري او د جان پېبلو موهر د مرګ سره

سږ کال د کی ټو د سر کولو په مهال د غرختونکو د مړه کېدو تعداد پنځو ته ورسېدلو. د بېلجیم کوه پېما د دې میاشت په شروع کې کی ټو ته د ختلو په مهال مړ شو او د سپېن یو کوه پېما د کی ټو نه د راکوزېدو په مهال وغورځېدو او مړ شو.

د الپاین کلب اف پاکستان ترجمان قرار حېدري چې په پاکستان کې د کوه پېمايي د ترقۍ دپاره کار کوي وویل "ډیر د غم وخت دی. مونږ ملګري دلاسه ورکړل، پنځه کوه پېما" چې سږ کال د کی ټو سر کولو په مهال مړه شول .

تېره میاشت د نېپال د غر ختونکو ۱۰ کسیزه ډله په لومړي ځل د ژمي په موسم کې د کی ټو سر ته وختله.

کی ټو د دنیا تر ټولو لوړ غر ماونټ اېورېسټ نه ۲۰۰ مېټره ټېټ دی خو ورته د ختلو په لحاظ تر ټولو زیات مشکل ګڼل کېږي. د کی ټو په څوکه د هوا طوفاني رفتار ته هم رسي او یخوالی منفي ۶۵ سېنټي ګریډ یا منفي ۸۵ فېرنهایټ ته غورځېږي.

د ۱۹۵۴ ۸۶ کوه پېما کی ټو ته د ختلو په مهال مړه شوي دي. ماونټ اېورېسټ ته ۶۵۰۰ کوه پېما ختلي دي خو کی ټو ۳۳۷ کسانو سر کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG