لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان : د عاشورې په ورځ بيلا بيلوسيمو څخه ماتمي جلوسونه اوځي


پاکستان : د عاشورې په ورځ بيلا بيلوسيمو څخه ماتمي جلوسونه اوځي
پاکستان : د عاشورې په ورځ بيلا بيلوسيمو څخه ماتمي جلوسونه اوځي

د پاکستان په څلورو واړو صوبو کې نن د10م محرم په مهال د کربلا دشهيدانو په ياد کې عزاداران ماتمي جلوسونه وباسي او په دغه موقع دخيبرپښتونخوا په شمول ټول هيواد کې سخت امنيتي تدابير نيول شوي دي.
دخيبرپښتونخوا سرښار پيښور کې مرکزي جلوس دامام باړې سيد رضوي شاه څخه ووتو او امام باړې مصطفي شاه کې پايې ته ورسيدو.
په پيښور کې دسختو امنيتي تدابيرو باوجود تيره ورځ په چوک يادگار سيمه کې په ماتمي جلوس ترسره شوې بمي چاؤدنه کې يو ماشوم وژل شوى اؤ 27 کسان ژوبل شوي وؤ.
دپاکستان دکورنيو چارو وزير رحمان ملک وائي په محرم کې دحساسو ځائيونو فضائي څارنه کيږي او قانون پځايې کوونکې ادارې چمتو دي.
په ټول هيواد کې دعزا، شبيه ذوالجناح،علم او نورو نومونو باندې دبيلا بيلو سيموڅخه جلوسونه اوځي.
دپاکستان دکورنيو چارو دوزارت په امر دلسم محرم په مهال دسندهـ ايالت سرښار کراچۍ په شمول دهيواد بيلا بيلو حساسو ځائيونو کې سخت امنيتي تدابير نيول شوي دي او دبيلا بيلو سيمو دهيلي کاپټرو څخه څارنه کيږي.
دکوموځائيونو څخه چې ماتمي جلوسونه اوځي هلته اضافي پوليس ، مليشه او درينجرز ځواکونه ځايې پځايې کړل شوي او بيلا بيلې لويې لارې هم تړل شوي دي.
پوليسو دماتمي جلوسونو دتحفظ لپاره په بيلا بيلو ځائيونو کې واړۀ سړکونه او کوڅې هم تړلي دي .
د ماتمي جلوسونو په لارو کې راتلونکو ودانيو او سړکونو باندې سخت امنيتي انتظامات شوي دي.
په کراچۍ کې دسختو امنيتي انتظاماتو ترڅنگ دشبيه ذوالجناح ، علم او تعزيو جلوس دنشترپارک څخه ووتلو.
په تبت سينټر دجلوس گډون والو دغرمې نمونځ ادا کړو، جلوس به دامام باړې حسينه ايرانيه کارادر باندې پايې ته رسيږي.
دپاکستان وزيراعظم سيد يوسف رضا گيلاني دعاشورې په موقع خپل پيغام کې وئيلي دي کۀ دامام حسين په طريقو عمل وکړل شي نو دترهه گرۍ او تندلاريتوب باطلو قوتونو ته باوري ماتې ورکړل کيدى شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG