لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملتان کې یو تن خپله مېرمن، دوه بچي او شپږ نور کسان د غیرت په نوم وژلي


په اسلام اباد کې یوې مېرمن د غیرت په نوم د وژنو خلاف احتجاج کې بېنر پورته کړی چې وايي "مونږ د غیرت په نوم د وژنې غندونه کوو."
په اسلام اباد کې یوې مېرمن د غیرت په نوم د وژنو خلاف احتجاج کې بېنر پورته کړی چې وايي "مونږ د غیرت په نوم د وژنې غندونه کوو."

د پنجاب په ملتان ښار کې یو سړي خپله ښځه، خپل دوه ماشومان او د خسرگنۍ شپږ نور کسان وژلي او پولیس ویلي د ملزم شک وو چې ښځې یې د بل سړي سره تعلق و.

د ملتان ضلعۍ پولیس افسر عمران محمود رویټرز خبري ادارې ته د گل، دوشنبې، په ورځ شوې پېښې په اړه وویل چې مشکوک کس محمد اجمل څو ورځې وړاندې د سعودي عرب څخه ستن شوی و او په خپلې مېرمن، چې کرن نومېده، شک کولو چې د هغه په غیر موجودگۍ کې یې د بل چا سره تعلق جوړ کړی دی.

پولیس افسر عمران محمود وویل اجمل او د هغه پلار نیول شوي دي او مشکوک قاتل د جرم اعتراف کړی دی. "دا یقیناً چې د غیرت په نوم قتل دی. هغه (اجمل) د بل چا سره د خپلې ښځې تصویر لیدلی و او گڼل یې چې د هغه سره یې تعلق دی...هغه په خپلې کړنې پښېمانه نه دی."

پولیس وویل اجمل په خپلې مېرمن، دوو ماشومانو، د ښځې په دریو خوېندو، د دوی دوه ماشومان او خواښي اول ډزې وکړي او بیا یې ورته اور واچولو. د اجمل پلار هم د هغه سره په وژنو کې ککړ و. پولیس دواړه گرفتار کړې دي. پولیس د اجمل یو ورور هم لټوي. په هغه په جرم کې د ککړتیا شک دی.

د کرن ورور علي رضا رویټرز خبري ادارې ته وویل چې د هغه خور او د اغښي کورني تعلق کې مسلې وې او هغه څه موده وړاندې د سعودي عرب نه بیرته راغلي وه او د پلار په کور اوسېده. "اوس یوازې زه او ځما پلار پاتې شو. ځما ټوله کورنۍ لاړله."

رویټرز په خپل رپورټ کې وویل د اجمل د کورنۍ دریځ مخې ته نه دی راغلی.

د انساني حقونو کارکونکي وايي په پاکستان کې هرکال د سلگونو په شمیره کې کسان د کورنۍ تشدد په پېښو کې وژل کېږي او د تشدد سره مخامخ کېدونکو خلکو کې زیاتره شمېره د ښځو وي. د مېرمنو د حقونو فعالان وايي په پاکستان کې هرکال په گڼه شمېره کې ښځې د غیرت په نوم هم وژل کېږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG