لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په مشرف سياست کې د برخې اخستو عمري پابندي


هم نن دراولپينډۍ دترهه گرۍ دمخنيوي يو عدالت دپخوانۍ وزيراعظمې بې نظير بهټو دقتل په مقدمه کې دصدر مشرف ددوؤ اوونو لپاره په جوډيشل ريمانډ دليږلو حکم کړى اؤ دبلوچستان پوليسو ته يې اجازت ورکړى چې داکبر بگټي دقتل مقدمه کې هم دمشرف څخه تپوس پوښتنې وکړي
هم نن دراولپينډۍ دترهه گرۍ دمخنيوي يو عدالت دپخوانۍ وزيراعظمې بې نظير بهټو دقتل په مقدمه کې دصدر مشرف ددوؤ اوونو لپاره په جوډيشل ريمانډ دليږلو حکم کړى اؤ دبلوچستان پوليسو ته يې اجازت ورکړى چې داکبر بگټي دقتل مقدمه کې هم دمشرف څخه تپوس پوښتنې وکړي
دپاکستان يو اعلي عدالت دنهې په ورځ په پخوانى پوځي واکمن جنرال(ر) پرويز مشرف سياست کې د برخې اخستو عمري پابندي لگولې ده.
دعدالت لخوا دغه حکم دپخواني صدر دهاغه اپيل په جواب کې جاري شوى چې هغه دقومي اسمبلۍ دڅوکۍ لپاره دچترال څخه په عامو انتخاباتو کې دبرخې اخستو په اړه جمع کړى ؤ.
دپيښور هائيکورټ دچيف جسټس دوست محمد خان په مشرۍ يو بينچ پخپله فيصله کې وئيل دي چې مشرف دوه ځله ائين منسوخ کړى ، ځکه هغه دقومي اسمبلۍ يا سينيټ لپاره انتخاباتو کې برخه نۀ شي اخستى.
عدالت داين اى -32 چترال څخه دقومي اسمبلۍ دچوکۍ لپاره انتخاباتو کې دبرخې اخستو په اړه دهغه دنامزدگۍ دمسترد شوؤ کاغذونو په حقله شوى اپيل هم رد کړى دى.
هم نن دراولپينډۍ دترهه گرۍ دمخنيوي يو عدالت دپخوانۍ وزيراعظمې بې نظير بهټو دقتل په مقدمه کې دصدر مشرف ددوؤ اوونو لپاره په جوډيشل ريمانډ دليږلو حکم کړى اؤ دبلوچستان پوليسو ته يې اجازت ورکړى چې داکبر بگټي دقتل مقدمه کې هم دمشرف څخه تپوس پوښتنې وکړي.
دامنيتي انديښنو له امله مشرف دنهې په ورځ داوريدنې په وخت عدالت کې موجود نۀ ؤ.
داوريدنې وروستو ميډيا سره خبرو کې دايف ائي اى ځانگړي پراسيکيوټر ذوالفقار علي تور ولگولو چې دبې نظيرې دقتل مقدمه کې مشرف دتحقيقاتي ډلې سره مرسته نۀ کوي.
له دې وړاندې تيره اوونۍ عدالت دهغه په بدني ريمانډ دليږلو امر کړى ؤ، دايف ائي اى پلټونکي دبې نظير بهټو دوژنې په مقدمه کې دهغه څخه تپوس پوښتنې کوي.
په عين حال کې دراولپينډۍ دترهه گرۍ دمخنيوي عدالت دمشرف لخوا دتحقيقاتي ډلې دبيا جوړولو په اړه يوه غوښتنه هم رد کړې ده.
بې نظير بهټو په 27 مارچ،2007 کې دپينډۍ په لياقت باغ سيمه کې يوې سياسي جلسې ته دوينا کولو وروستو دډزو اؤ چاؤدنې په يوه پيښه کې وژل شوې وه.
دترهه گرۍ دمخنيوي عدالت نن دبلوچستان پوليسو ته اجازت ورکړى چې دبلوڅ قام پرست مشر اکبر بگټي دقتل مقدمه کې دمشرف څخه تپوس پوښتنې کولى شي.
بگټي په 26م اگست،2006م کې ديوې پوځي کارروايۍ په مهال هاغه وخت وژل شوى ؤ، چې مشرف پوځي صدر ؤ.
د11 مئ په انتخاباتو کې دبرخې اخستو لپاره پرويز مشرف تيره مياشت دڅلور کاله خودساخته جلاوطنۍ وروستو پاکستان ته راستون شوى ؤ.
خو داليکشن کميشن چارواکو هغه ته په عامو انتخاباتو کې دبرخې اخستو اجازت نۀ ؤ ورکړى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG