لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دبې نظيربهټو د وژنې کيس، په پرويز مشرف فردجرم ولگول شو


پخوانۍ وزيراعظمه بې نظير بهټو په ٢٧م دسمبر کال ٢٠٠٧م کې دراولپينډۍ په لياقت باغ سيمه کې هاغه مهال په يوه بمي چاؤدنه اؤ دډزو پيښه کې وژل شوې وه چې هغه يوې سياسي جلسې ته دوينا کولو وروستو ستنيده
دپاکستان دراولپينډۍ ښار کې دترهه گرۍ دمخنيوي عدالت په پخواني پوځي واکمن جنرال(ر) پرويز مشرف ددغه هيواد دپخوانۍ وزيراعظمې بې نظير بهټو دقتل مقدمه کې فردجرم لگولى دى.
پرويز مشرف دجرم دصحت څخه انکار کړى اؤ وئيلي يې دي چې په ځان دلگيدلو تورونو څخه به دفاع کوي.
سږکال په ١١مه مئ پاکستان کې شوؤ عامو انتخاباتو کې دبرخې اخستو لپاره تقريباً دڅلورو کلونو دخودساخته جلاوطنۍ وروستو پرويز مشرف پاکستان ته راستون شوى ؤ.
خو په مختلفو مقدمو کې دککړتيا له امله اليکشن کميشن په ټولو حلقو کې دهغه دنامزدگۍ کاغذونه مسترد کړي وؤ اؤ دانتخاباتو څخه څو اوونۍ دمخه په ١٩م اپريل عدالت دهغه ذاتي فارم هاؤس وړوکى جيل گرځولى ؤ اؤ دهغه دنظربندۍ احکامات يې جاري کړي وؤ.
پرويز مشرف په ١٩٩٩ء کې دپاکستان دموجوده وزيراعظم نواز شريف دحکومت تخته اړولې وه اؤ وروستو کال ٢٠٠٨م کې يې دمواخذې له ويرې استعفي ورکړې وه.
دبې نظير بهټو دقتل دمقدمې اوريدنه دنهې په ورځ دراولپينډۍ دترهه گرۍ دمخنيوي دځانگړې محکمې جج چوهدري حبيب الرحمان کړې ده، ددغه اوريدنې په موقع پخوانى پوځي سرلښکر په سختو امنيتي تدابيرو کې عدالت ته وړاندې کړل شوى ؤ.
عدالت دجنرل(ر) پرويز مشرف په شمول په اوؤ ملزمانو فردجرم ولگولو چې پکې دقتل، اقدام قتل، ترهه گرۍ اؤ دمجرمانه سازش دتيارولو دفعې شاملې دي.
دجنرال(ر) پرويز مشرف ترڅنگ چې په کومو کسانو دغه مقدمه کې دککړتيا تور لگول شوى، په هغوي کې دراولپينډۍ پخوانى ډي پي او سعود عزيز، پخوانى ايس پي خرم شهزاد، حسنين گل، رفاقت حسين، شيرزمان اؤ عبدالرشيد شامل دي.
پخوانۍ وزيراعظمه بې نظير بهټو په ٢٧م دسمبر کال ٢٠٠٧م کې دراولپينډۍ په لياقت باغ سيمه کې هاغه مهال په يوه بمي چاؤدنه اؤ دډزو پيښه کې وژل شوې وه چې هغه يوې سياسي جلسې ته دوينا کولو وروستو ستنيده.
په پرويز مشرف نۀ يواځې دبې نظير بهټو دقتل مقدمه چليږي ، بلکې په هغه په ٣م نومبر،٢٠٠٧م کې په ملک کې دبيړني حالت نافذولو وروستو داعلي عدليې د٦٠ؤ ججانو دنظربند ساتلو، داسلام اباد لال جومات کې داپريشن اؤ ديوې پوځي کارروايۍ په مهال دبلوڅ قام پرست مشر نواب اکبر بگټهي په وژنه کې دککړتيا تورونه هم دي.
له دې وړاندې په ٦م اگست دراولپينډۍ دترهه گرۍ دمخنيوي عدالت دپخوانۍ وزيراعظمې بې نظير بهټو دقتل مقدمه کې دپخواني پوځي صدر پرويز مشرف په نۀ وړاندې کيدو دناخوښۍ څرگندونه کړې اؤ هغه ته يې په ٢٠م اگست عدالت ته د پيش کيدو هدايات جاري کړي وؤ.
په شپږم اگست ترسره شوې اوريدنه کې داسلام اباد پوليسو دعدالت جج چوهدري حبيب الرحمان ته وئيلي ؤ چې دپرويز مشرف ژوند ته خطرې پيښې دي اؤ دداخله وزارت له لوري دجاري شوؤ بيدار اوسيدو هداياتو ته په کتلو سره پرويز مشرف عدالت ته نۀ دى وړاندې کړل شوى.
دپرويز مشرف له لوري دفردجرم دصحت څخه دانکار وروستو عدالت دصفايۍ دوکيل پينځوؤ گواهانو ته سمن جاري کړو اؤ اوريدنه يې تر ٢٧م اگست پورې وځنډوله.
داوريدنې وروستو پرويز مشرف يوځل بيا په سختو امنيتي تدابيرو کې دعدالت څخه بوتلل شو.
XS
SM
MD
LG