لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرال مشرف: د لشکر طیبه تر ټولو ستر ملاتړ کونکی یم


A demonstrator waves a Senegalese national flag during protests in support of main opposition leader and former presidential candidate Ousmane Sonko in Dakar, Senegal.
A demonstrator waves a Senegalese national flag during protests in support of main opposition leader and former presidential candidate Ousmane Sonko in Dakar, Senegal.

د پاکستان پخواني پوځي امر جنرال پرویز مشرف خپل ځان د ترهګرې ګرځول شوې ډلې لشکر طیبه تر ټولو ستر ملاتړ کونکی وګاڼه.

د لشکر طیبه یا جماعت دعوه څخه د ملاتړ په اړه د مشرف څرګندونې پداسې حال کې وشوې چې ددغې ډلې مشر حافظ سعید پدې وروستیو کې په خپل کور کې له نظر بندۍ څخه ازاد کړای شویدی.

جنرال مشرف دغه خبرې د پاکستان یوه شخصي تلویزیون سره په مرکه کې کړیدي.

نوموړي دا هم ویلي چې حافظ سعید سره یې لیدلي دي. دا پداسې حال کې چې ملګروملتونو او امریکا حافظ سعید ترهګر ګرځولی دی.

نوموړي پدې وروستیو کې ۲۳ ډلې په یوې سترې ټلوالې یا ایتلاف کې سراه راټولې کړیدي.

د خپرونې کوربه مشرف ته په خبرو کې وویل، دا به ډیره په زړه پورې وي چې یو لیبرال د سخت دریځو لکه مجلس وحدت المسلمین، سوني اتحاد شورا او د پاکستان د سوني تحریک او نورو مذهبي ډلو سره یوځای کار کوي.

مشرف د خپرونې کوربه ته وویل: ( تاسو ماته د لیبرال خطاب وکړ، هو زه یم. دا زما مفکوره ده خو دا پدې معنی نه ده چې زه دې د مذهبي ډلو مخالف اوسم.)

شخصي تلویزیون سره په مرکه کې جنرال مشرف وړاندې وویل:

(زه د لشکر طیبه تر ټولو غټ ملاتړ کونکی یم او زه پدې هم پوهېږم چې لشکر طیبه او جماعت دعو هم زما مینوال دي.)

کله چې د پاکستان د پخواني ولسمشر او پوځي مشر پرویز مشرف څخه وپوښتل شول چې ایا حافظ سعید دې خوښېږي نو هغه په ځواب کې وویل هو خوښیږي یې او له هغه سره یې لیدلي هم دي.

مشرف وویل: (زه هر کله په کشمیر کې د کړنو ملاتړ کونکی یم او په کشمیر کې په هندي پوځ باندې د فشار راوستلو پلوي یم او پدې برخه کې دا ډلې ځواکمني ډلې دي خو د هند او د امریکا لخوا ترهګرې وګڼل شوې.)

مشر وړاندې وویل د ممبۍ د ۲۰۰۸ کال په ترهګریز برید کې د لشکر طیبه لاس درلودل د هند تورونه دي چې د واشنګټن لخوا یې ملاتړ کیږي.

د پاکستان خپلواکۍ ته سپکاوی

پرویز مشرف د یوې مرکې په ترڅ کې د حافظ سعید له خوشې کېدو وروسته د هغه په اړه د واشنګټن لخوا خپور شوی بیان د پاکستان خپلواکۍ ته سپکاوی ګڼلی.

له نظربندۍ څخه د حافظ سعید له ازادېدو وروسته امریکا له پاکستان څخه غوښتي و چې نوموړی دې بیرته ونیسي ځکه د امریکا د عدلیې وزارت لخوا ترهګر پېژندل شوی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپور کړي بیان کې ویلي وه:

(د پاکستان حکومت دې دا باوري کړي چې حافظ سعید ونیسي او په لګول شویو تورونو یې محکوم کړي.)

واشنګټن ویلي وه چې د جماعت دعوه د مشر خوشې کېدل د نړیوالې ترهګرۍ په وړاندې جګړه کې د پاکستان د ژمنتیا په برخه کې یو ټکان ورکونکی پیغام خپروي.

واشنګټن دا خبرداری هم ورکړی و چې که سعید په خپلو جرمونو باندې محکوم نشي نو دا به له پاکستان سره په دوه اړخیزو اړیکو باندې ناوړه اغیز وکړي او په نړیواله توګه به د پاکستان نوم ته ضرر ورسوي.

مشرف وویل، د امریکا دا ډول لهجه ډیره تونده ده او له دې سره د پاکستان خپلواکۍ ته سپکاوی شوی چې زه به یې هیڅکه و نشم زغملی.

مشرف امریکا ته په خطاب کې وویل: (لطفا مونږ ته مه راښایي چې څوک سم او څوک ناسم دی او چاته باید سزا ورکړل شي.)

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG