لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

نیب د نواز شریف او بچو نومونه په اي سي ایل کې شاملول غواړي


پاکستان کې د احتساب قامي ادارې یا نیب د پخواني وزیراعظم نواز شریف او د هغه د کورنۍ نورو غړو نومونه په ایګزټ کنټرول لسټ کې د شاملولو خواست جمع کړی.

د پاکستان یو احتساب عدالت د وړاندې نه د نواز شریف ځامن حسن نواز او حسین نواز د هغوي پرضد روانو قضیو کې د نه حاضریدو له کبله اشتهاري ګرځولي دي.

د احتساب قامي ادارې یا نیب خواست کړی چې د نواز شریف، د هغه د ځامنو حسن نواز او حسین نواز، د نواز شریف لور مریم نواز او ځوم کیپټن صفدر نومونه په اي سي ایل کې شامل کړی شي.

د نیب اداری هیډ کوارټر به اوس په دغه معامله د پاکستان د کورنیو چارو وزارت سره رابطه کوي. که چرې د نواز شریف او د کورنۍ د نورو غړو نومونه په اي سي ایل کې شامل شو نو دوي بیا د هیواد نه بهر سفر نه شي کولی.

بل خوا د پاکستان مسلم لیګ ګوند د خپلو مشرانو پرضد روانو قضیو په سر تور لګولی چې د هیواد عدالتونه د دوي د مشرانو سره زیاتی کوي.

مسلم لیګ ګوند تور لګوي چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان قضیه سر ته رسیدلی خو عدالت دغه فیصله خوندي ساتلې او ویلي یې دي چې څوک دې د د دغې فیصلې زر اعلانولو تمه نه لري.

پخواني قانون پوهه عرفان قادر وايي عدالتونو له په داسې فیصلو کې جذباتي کیدل نه دي پکار او ټولې فیصلې د قانون لاندې پکار دي.

XS
SM
MD
LG