لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د ټول پاکستان په کچه یو ډول تعلیمي نصاب د اتلسم اييني ترمیم خلاف ورزي ده، ماهرین وايي 


د پاکستان په کچه د يو ډول نصاب جوړولو په اړه سياستوال او څېړونکی افراسياب خټک وايي په ایين کې د اتلسم ترميم وروسته وفاقي حکومت سره دا اختيار نیشته چې د تعليمي ادارو د پاره نصاب جوړ کړي

په خېبر پښتو نخوا کې څېړونکي او د تعليمي چارو پوهان وايي د هېواد په کچه د وفاقي حکومت په وېنا په صوبو کې د کال 2021 نه په پرایمېري سکولونو کې يو ډول تعلیمي نصاب يا سنګل نېشنل کريکولم شروع کول د ائين د اتلسم ترمیم په ضد ګام دی.

ماهرین وايي د اتلسم ترمیم دلاندې د تعلیم نصاب غوره کول د وفاقي حکومت نه بلکې د صوبو اختیار دی. ماهرین وايي د وفاقي حکومت په دغه نصاب کې به د بېلو بېلو ټولنو قامي اتلانو ځاۍ جنګي اتلان ونيسي او ورسره به په ځوان کول کې تنقيدي سوچ او د پوښتنې صلاحيت ته ډېر حده پورې زيان ورسي۔

د خېبر پښتونخوا د حکومت ترجمان وايي چې د هېواد په کچه يو د شان تعلیمي نصاب مقصد د زده کوونکو د پاره د تعليم په لړ کې يو معياري بنياد ټاکل دي نه چې د وفاق لخوا منتخب شوی مواد د نصاب برخه جوړول دي۔

د پاکستان په کچه د يو ډول نصاب جوړولو په اړه سياستوال او څېړونکی افراسياب خټک وايي په ایين کې د اتلسم ترميم وروسته وفاقي حکومت سره دا اختيار نیشته چې د تعليمي ادارو د پاره نصاب جوړ کړي۔

افراسیاب خټک وايي په قامي کچه د یو ډول نصاف جوړولو دلارې وفاقي حکومت مورنۍ ژبې د نصاب نه وېستل غواړي. "د ائين خلاف خبره ده چې مرکزي حکومت په ټولو صوبو نصاب مسلط کوي ځکه چې ائين کې د خبره راغلې چې نصاب جوړول به د صوبو کار وي، دوېمه خبره دا ده چې په کومې طريقې سره يې ترې مورنۍ ژبې ويستلي دي، يعنې صوبو کې کومې ژبې دي لکه سندهي ده، بلوچي ده، پښتو ده، سرائيکي ده، دا يې ترې هم ويستلي دي"

په پېښور کې د باچا خان مرکز د کلتور سېکتر او څېړونکي خادم حسين وي او ای ډيوه ته وويل چې موجوده نصاب کې چې صنفي مساواتو ته کوم ځاۍ ورکړل شوی، په يکسا نصاب کې د هغې ختمولو کوشش کېږي، دغه نصاب نه د زده کوونکو او نه به د ټولنې د مجموعي ژوند په ګټه وي ځکه چې يو شان نصاب په زریعه يو ځل بيا دا هڅې کېږي چې د يوې سيمې قامي اتلانو تاريخ د کتابونو نه وويستل شي۔ "دغه د جنګي اتلانو عمل به نور دې سره زيات شي او ځايي کلتورونه او شناختونه به مات کړي، او په دې طريقه چې دوي وفاقي اکايانو او د قامونو شناختونه د منځه وړي، کوم چې دوي سره د پښتنو، بلوچانو سرائيکي او نور پخواني تهذيبونه دي هغه د منځه وړي نو په دې کې چاته هم ګټه نه شته، په دې کې دې رياست ته هم ګټه نه شته، ماته داسې ښکاري چې د انتها ګرۍ عمل به نورپه مخکې لاړ شي، ماته داسې ښکاري چې د ځايي کلتورونو او تهذيبونو ځاۍ به نور هم کم شي."

د سنګل نېشنل کريکولم يا يو شان قامي نصاب په اړه وي او ای ډیوه د خېبر پښتونخوا وزير تعليم شهرام خان ترکۍ او د ټکسټ بک بورډ مشرانو دريځ معلوموولو کوښښ وکړو خو د هغوی ځواب ترلاسه نشو.
د اعلاعاتو د پاره د خېبر پښتونخوا وزير اعلی خصوصي مرستيال کامران بنګش په وروستيو ورځو کې وي او ای ډيوه ته ويلي وو چې په قامي کچه يو نصاب د رايج کولو مطلب دا نه دې چې وفاق به صوبو ته نصابي کتابونه ورکوي بلکه د دې نظام سره به په ټول هېواد کې د زده کړو د پاره يو بنياد وټاکلې شي۔ نوموړي دا هم ويلي وو چې ځيني خلک يا خو د يو نصاب مخالفت د بد نيتۍ نه کوي يا ورته په دې اړه سم مالومات نه دې ترلاسه شوي۔

کامران بنګش وویل " دا بلکل د اتلسم ترميم خلاف ورزي نه ده بلکه دا په ماشومانو کې په قامي کچه يو داسې نظام راوستل دي چې د پښتونخوا ماشوم د سند د ماشوم برابر علم لري، په قامي کچه يو نصاب يا سنګل نشنل کريکولم به مونږه يو بنسټ ليکنه يا بېس لائن راکوي او هغوئ به مونږه ته دا نه وايي چې تاسو به دا ښايي ماشومانو ته، او هغوئ به مونږه ته هم ښايي چې اولني کلاس ماشوم ته څومره سبق خودل پکار دي او د لسم جماعت هغې ته څومره سبق ورتلل پکار دي"

د انګرۍ ژبې ډان ورځپاڼې د يو رپورټ ترمخه د تعليم وفاقي وزير شفقت محمود ويلي چې سنګل نشنل کريکولم يا په قامي کچه يو نصاب به کال 2021 دوران په سکولونو کې ابتدايي جماعتونو کې شروع کولی شي او د باقي پاتې ټولګو زده کوونکي به په کال 2022 کې د دغه نوي نصاب ترمخه خپلې زده کړې ترسره کوي۔

XS
SM
MD
LG