لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نيټو بريد کې 3 پاکستاني عسکر وژل شوي


پاکستاني عسکر په کرمه کې د گزمې په مهال لیدل کیږي
پاکستاني عسکر په کرمه کې د گزمې په مهال لیدل کیږي

پاکستان وائي په افغانستان کې ميشتو دنيټو ځواکونو دپاکستان په قبائيلي سيمه کرمه ايجنسۍ کې په يوه سرحدي چوکۍ دهيلي کاپټرو له لارې بمباري کړې چې پکې 3 پاکستاني پوځيان وژل شوي دي.
دسرچينو له مخې دنيټو هيلي کاپټرې نن سحر دپاکستان فضائي حدودو ته تر پينځوؤ کلو ميټرو پورې وردننه شوې او دکرمې ايجنسۍ په مندتو کنډاؤ سيمه کې يې دمليشه ځواکونو په يوه چوکۍ بمباري وکړه چې پکې درې عسکر وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي.
ددغه بريد څخه وروستو دنيټو هيلي کاپټرو دکرمې ايجنسۍ په سرحدي سيمه پشو کنډاؤ کې هم گوله باري کړې ده.
سرچينې زياتوي ددغه بريد هدف دمليشه ځواکونو اخترو پوستې سره نزدې يوه غرييزه سيمه وه خو پکې دکومې ځاني مرگ ژوبلې خبر نۀ دى ترلاسه شوى.
په افغانستان کې دنيټو ځواکونو يو وياند وائي دغه بريد دافغانستان په حدودو کې ترسره شوى چې هدف يې تندلاري وؤ.
دوياند له مخې دپکتيا ولايت په سرحدي سيمه ډنډ پټن کې هاغه تندلاري وليدل شول چې غوښتل يې دنيټو په اډه دمارټرو بريد وکړي، په دغه مهال هيلي کاپټر راوغوښتل شوې چې په تندلارو يې بريد وکړو.
وياند زياتوي دکارروايۍ کوونکو هيلي کاپټرو دډلې وينا ده چې دپاکستاني حدودو څخه يې سرغړونه نۀ ده کړې خو دپاکستان لخوا دخبر ورکول کيدو وروستو ائتلافي ځواکونه دپاکستاني چارواکو سره په گډه ددغه پيښې پلټنه کوي.
بل لوري ته دپاکستان دخارجه دفتر وياند عبدالباسط دپاکستان په حدودو کې دنيټو لخوا ددغه تازه کارروايۍ په غبرگون وئيلي دي پاکستاني چارواکي دنيټو لخوا دپاکستاني حدودو څخه دسرغړونې او ددريوؤ پوځيانو دوژنې دپيښې پلټنې کوي.
په اسلام اباد کې داووۀ نيز حال احوال تيرولو په مهال عبدالباسط وويل پاکستان به دخپلې خپلواکۍ حفاظت کوي او مونږ دوړاندې څخه دنيټو په سرغړونه احتجاج کړى دى.
دنيټو لخوا دپاکستاني عسکرو دوژنې ددغه گام څخه وروستو پاکستان هم افغانستان کې دميشتو نيټو ځواکونو لپاره دتورخم په پوله دسامان وړونکو گاډو مرکزي لاره تړلې ده.او دسامان دتللو راتللو دبنديدو له امله په سلگونو ټرکونه او کنټينرې ولاړې دي.
دتورخم نه علاوه په پيښور او نوښار کې هم دافغان ټرانزټ ټريډ په گډون دنيټو ځواکونو لپاره سامان وړونکي ټرکونه په بيلا بيلو ځائيونو اودرول شوي دي.
همدغه شان دپاکستان دخيبرپښتونخوا صوبې گورنر اويس احمد غني دنيټو لخوا ددغه گام غندنه کړې او په مرکزي حکومت يې غږ کړى چې بايد دترهه گرۍ په ضد په روانه جگړه دې بيا دسره غور وکړي.
په پيښور کې دگورنر هاؤس څخه جاري شوي بيان کې گورنر اويس احمدغني دنيټو هيلي کاپټرو لخوا دپاکستان دننه دمليشه ځواکونو په چوکۍ بريد بې جوازه گرځولى اؤ دا يې دپاکستان دسيمه ييزې خپلواکۍ او دپاکستاني اولس په ضد جارحيت گرځولى دى.
هغه وائي پاکستان دترهه گرۍ په ضد جگړه کې دلمړي صف ائتلافي هيواد دى او دغه رقم پيښې مناسبې نۀ دي.
ديو راپور له مخې په يوه اوونۍ کې دنيټو لخوا په پاکستاني حدودو کې دغه څلورم بريد ؤ.
له دې وړاندې دخالي په ورځ دنيټو هيلي کاپټرو دپاکستان په يوه سرحدي سيمه کې دعملياتو په مهال دديرشو تندلارو دوژنې ادعا کړې وه.
ددې څخه يوه ورځ وروستو دکرمې ايجسنۍ په مټه سنگړ سيمه کې بريد وکړى شو چې پکې شپږ کسان وژل شوي وؤ او يوولس ژوبل شوي وؤ.
پاکستان په دغه پيښه په افغانستان کې ميشتو نړيوالو ځواکونو ته سخت احتجاج کړى ؤ او وئيلي يې وؤ چې کۀ دغه رقم کارروايۍ بندې نۀ کړل شي نو دپاکستان پوځ په ځوابي عملياتو غور کولى شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG