لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دناټو په کنټينربريد کې دوه کسان ژوبل شوي


PAKISTAN/NATO
PAKISTAN/NATO
دپاکستان په جنوب لويديزه صوبه بلوچستان کې دپولې پورې غاړې ته دميشته ؤ اتحادي ځواکونو دپاره په سامان وړونکي يو ټرک وسله والو کسانو ډزې کړي دي چې پکې دوه کسان ژوبل شوي دي.
دخاصه دارو مقامي چارواکي وائي دکوئټې سره نزدې دمستونگ سيمې په دشت کې په موټر سائيکل ناستو بريدکوونکو لمړى په کنټينر ډزې وکړې چې له امله يې ډرائيور او دهغه ملگرى ژوبل شول، او وروستو يې دغه ټرک ته اور ولگولو.
په پيښه کې ژوبل شوي کسان روغتون ته رسول شوي دي.
دپاکستان دځمکنو لارو څخه افغانستان کې ميشتو دنيټو ځواکونو ته دسامانونو ورتيرولو عمل د اوؤ مياشتو دبنديدو وروستو تيره مياشت يوځل بيا پيل شوى ؤ.
خو دجولا ئي په وروستيو کې دخيبرايجنسۍ په لاره تلونکو کنټينرونو باندې دتندلارو په بريد کې دډرائيور دوژل کيدو وروستو دامنيتي انديښنو له امله دغه سپلا ئي يو ځل بيا بنده کړل شوې وه چې ددوؤ اوونو دبنديز څخه وروستو په څلورم اگست دوباره بحال کړل شوې ده

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG