لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزيراعظم نواز شريف وايي ترهگرۍ خلاف کوټلې تگ لار به جوړوي


داخله وزير چوهدري نثار علي خان اؤ داخله سيکرټري قمرزمان چوهدري وزيراعظم ته دوزارت لخوا دترهه گرۍ دمخنيوي دتگلارې په مسوده بريفنگ ورکړو
داخله وزير چوهدري نثار علي خان اؤ داخله سيکرټري قمرزمان چوهدري وزيراعظم ته دوزارت لخوا دترهه گرۍ دمخنيوي دتگلارې په مسوده بريفنگ ورکړو
دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف وئيلي دي ترهه گري په هيواد کې په کومې ځانگړې سيمې پورې محدوده ستونزه نۀ ده اؤ ددغه ستونزې دمخنيوي لپاره شريکو هڅو ته ضرورت دى.
ميا نواز شريف دنهې په ورځ دکورنو چارو دوزارت دوره کړې چې دغلته هغه ته دترهه گرۍ دمخنيوي په اړه دپاکستان په نوې تگلاره تفصيلي بريفنگ ورکړل شوى دى.
دترهگرۍ دمخنيوي په اړه د نوې تگلارې د مسودې تيارولو حکم ميانوازشريف تيره اوونۍ وروستو له هغې ورکړى ؤ چې په کوئټه کې ديوې ځان وژونکې حملې په په ترڅ کې مهم پوليس افسران اؤ عام وگړي ووژلى شول.
دنهې په ورځ دکورنيو چارو د وزارت څخه دليدنې په مهال خپلو څرگندونو کې وزيراعظم نواز شريف وويل رياست به داولسي وگړو تحفظ باوري کوي اؤ ددغه مقصد لپاره به ټول ممکنه گامونه اخلي.
وزيراعظم وويل په موثره توگه دترهه گرۍ دخاتمې لپاره صوبو سره صلاح مشورې ضروري دي.
داخله وزير چوهدري نثار علي خان اؤ داخله سيکرټري قمرزمان چوهدري وزيراعظم ته دوزارت لخوا دترهه گرۍ دمخنيوي دتگلارې په مسوده بريفنگ ورکړو.
په دغه مهال دترهه گرۍ دمخنيوي دنوي ځواک دجوړولو اؤ سياسي مشرانو سره دصلاح مشورو په عمل هم غور وشو.
پاکستان کې دتيرو څو اوونو راهسې دترهه گرۍ پيښو کې تر ډيره حده اضافه شوې ده چې پکې په لسگونو کسان وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.
دپاکستان نوى وزيراعظم نوازشريف چې دانتخاباتو څخه پرې وړاندې طالبانو سره د اړيکو لرلو تورونه لگول کيدل دترهگرۍ دغو پيښو سخت پريشانه کړى ځکه چې دانتخاباتو په مهال يې اولس سره ژمنه کړې وه چې واک کې له راتلو ورستو به د بدامنۍ ستونزه هواروي .
خو څيړونکي وايي دنوازشريف حکومت دزياتې پياوړتيا باوجود توان نۀ لري چې د وسله والو ياغي طالبانو مخې ته سپر شي.
تيره ورځ دپاکستاني پنجابي طالبانو له لوري دنوازشريف حکومت ته دا گواښ هم شوى چې کۀ چرې دپنجاب په جيلونو کې قيد يو طالب ته هم دمرگ سزا ورکړل شوه نو حکومت دې بيا د طالبانو جنگ ته ځان تيار ساتي.
وزيراعظم دوړاندې څخه داخله وزارت ته هدايت کړى چې دترهه گرۍ دستونزې مخنيوي لپاره دې يوه جامع تگلاره جوړه کړي اؤ په دغه اړه دې صوبو سره هم صلاح مشورې وشي.
دترهه گرۍ اؤ تندلاريتوب دمخنيوي لپاره دټولو سياسي گوندونو سره په مشوره ديوې متفقه تگلارې جوړولو لپاره دنوي حکومت له لوري ديوې غونډې رابللو اعلان هم شوى ؤ، خو وروستو يې دغه غونډه وځنډوله.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG