لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان په نوي بجټ کې د خلکو دپاره د گټې و زیان خبرې څه دي؟


د وزیراعظم عمران خان حکومت لومړی وفاقي بجټ وړاندې کړی چې په کې د آی اېم اېف له غوښتنو سره سم، زیاته توجه د ټیکسونو په سېوا کولو ورکړل شوې ده، د کوم زور چې به عام تن ته رسیږي.

په بجټ کې د عام ژوند د استعمال ځیني څیزونه گران کړای شوي دي او یو څه مالي آسانتیاوې اعلان شوي دي.

په نوي بجټ کې ویل شوي چې د ټیکس ورکوونکو خلکو شمیره به راتلونکي کال پورې، څلویښت میلینه خلکو ته رسول کیږي، کوم چې په موجوده وخت کې صرف ١٨ لاکهه ده.

بجټ کې ویل شوي چې هر سړی به د ټیکس نمبر جوړوي، او که ټیکس یې ورنه کړ، قانوني کاروایي به ورسره کیږي.

ټیکسونه:

په بجټ کې سیلز ټیکس اوولس فیصده ٪١٧ پرځای پاته شوی دی، کوم چې د دې بجټ له وړاندې کیدو څو اونۍ مخکې لوړ کړای شوی و. د سیلز ټیکس اثر پر عام وگړي ځکه وي چې څه هم اخلي، پر هغې به د سلو پر سر، اوولس روپۍ ټیکس ورکوي.

په چینو باندې سیلز ټیکس، اوولس فیصدو ٪١٧ ته لوړ کړای شوی دی، او د یو کیلو چینې قیمت چې دا وخت په بازار کې ٧٠ روپۍ دی، به نور هم زیاتیږي.

په خوراکي تیلو، د ٪١٧ ټیکس زیاتولو وړاندیز شوی دی، له کوم سره چې امکان دی د یو کیلو خوراکي تیلو قیمت به هم لوړ شي.

د سگریټو پر یو ډبي باندې لس روپۍ سېن ټیکس (د گناه ټیکس) زیات کړای شوی دی.

کارپورېټ ټیکس (د کمپنیو ټیکس) به هم راتلونکو دوو کالو دپاره، د یو کم دېرش فیصد ٪٢٩ په شرحې پر ځای پاتې کړای شي.

کارخانه داران به اوه نیم فیصده ٪٧.٥ سیلز ټیکس ورکوي.

د ځمکې د اخیستلو او خرڅولو په ټیکسونو کې د اضافې وړاندېز شوی دی او دغه کار وبار لپاره د پیسو اخیستل ورکول د بینک په لاره د کولو غږ شوی دی.

په پاکستان کې په دې وروستیو کې خوراکي مواد گران شوي دي
په پاکستان کې په دې وروستیو کې خوراکي مواد گران شوي دي

په بجټ کې عام تن او د تنخوا دارې طبقې لپاره څه دي؟

د کم از کم تنخوا کچه، ١٧٥٠٠ روپۍ گڼل شوې ده، او هغه تنخوا دار به ټیکس ورکوي کوم چې د کال تنخوا یې کم از کم شپږ لاکهه روپیو ته ورسیږي. که تنخوا دار نه وي، نو د کاله د څلورو لاکهو نه په زیاتو آمدن به یې ټیکس ولگیږي.

د یو نه تر شپاړسم گرېډ پورې د حکومت د کارکوونکو تنخوا لس فیصده زیاته کړای شوې ده.

د اوولسم گرېډ نه تر شلمه پورې حکومتي کارکوونکو ته عرضي پنځه فیصده تنخوا لوړه شوې ده. له یوویشتم نه بیا تر دوه ویشتم گرېډه پورې، د حکومتي کارکوونکو تنخواگانې نه دي زیاتې شوې.

پینشن لس فیصده زیات کړای شوی دی.

په بجټ کې وړاندیز شوی چې په پخوانیو قبایلي سیمو او ملاکنډ ډېوېژن کې د صنعتي خامو څیزونو او په مشینرۍ د ټیکس آسانتیاوې دې پر ځای پاته شي.

د سي اېن جي گېس د کیلو پر سر لس د روپۍ قیمت زیاتولو وړاندیز هم شوی دی.

د سرو زرو او سپینو زرو نه جوړ کړای شویو څیزونو باندې د سیلز ټیکس د زیاتولو وړاندیز هم شوی دی.

حکومت ویلي چې د گرانۍ شرحه به د پنځو نه تر اوو فیصدو ترمنځه ساتي.

د راتلونکي مالي کال ټولټال بجټ څه د پاسه اوه کربه روپۍ (٧٠٢٢ اربه روپۍ) ته رسیږي چې د تیر کال په نسبت، دېرش فیصده زیات دی. په دې کې ١٨٦٣ اربه روپۍ عامو ترقیاتي پروگرامونو ته ځانگړي شوي دي. حکومت همدا راز ٢٧١ اربه روپۍ سبسیډیانو ته بیلې کړي دي.

مگر له دې سره سره، د بجټ تر ټولو زیاته برخه، د تل په شان، د پوځ ده چې ١١٥٢ اربه روپیو (له یو کرب نه زیات) ته رسیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG