لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په امدادي ادارو د پاکستان قدغنونه د تندورۍ پرضد کوښښونو ته خنډان راولاړوي


د پاکستان په نارامه شمال لویدیځ کې خیریه ټولنې یا انجیوګانې سرټکوي چې حکومت ورته د کار کولو اجازه نه ورکوي ترڅو اړینو خلکو سره مرسته وکړي.

دغه مرستندویه ادارې وایې د حکومت لخوا ورته ډول ډول خنډونه جوړیږي.

د بشر د حقونو یوه فعاله طاهره عبدالله امریکا غږ ته د بیلګې په توګه یادونه وکړه چې ورڅخه د کارکولو اجازتنامه چې ورته نو ابجکشن سرټیفیکیټ وايي غوښتل کیږي.

دې وړاندې وویل یاد سند د دوي امنیت ته د ترهګرو لخوا ګواښ جوړوي.

په خیبر پښتونخوا کې یوشمیر خیریه بنسټونه چې بهرنۍ مالي سرچینې لري له خلکو سره بیړنۍ بشري مرستې کوي.

دغه مرستې له دوه میلیونو زیاتو هغو خلکو سره د روغتیا، تعلیم او د خوراکي توکو په برخه کې کیږي چې په پاکستان کې د ترهګرو په وړاندې د روانو پوځي عملیاتو له امله بې کوره شویدي.

ځینې ادارې بیا واک ته د ښځو د رسیدو او د ځوانانو د پوهاوي په برخه کې روزنیز پروګرامونه پر مخ وړي چې په اوږده مهال کې د سخت دریځۍ د خپراوي مخنیوي کوي.

انجیوګانې وایې د تیرو څو کلونو په موده کې د کارکولو د جواز اخیستل ډیر ستونزمن شویدي چې له امله یې خلکو ته اړینې مرستې هم نه رسیږي.

دا مهال یواځې په خیبر پښتونخوا کې تر ۱۵ زیاتې خیریه موسسې یا انجیوګانې د تیرو اوو میاشتو راهیسې د کارکولو د جواز اخیستلو لپاره انتظار باسي.

په پاکستان کې د جنوبي اسیا د پارټنرشیپ ادارې یو صوبايې مشر شیرزمان امریکا غږ ته وویل چې د قانون له مخې د کار د جواز اخیستلو لړۍ باید له دریو میاشتو زیات وخت وه نه نیسي.

د صوبايي حکومت ویاند مشتاق غني امریکا غږ ته وویل چې چارواکي له دغه ځنډ څخه خبر دي.

(ما له ډیرو مرستندویه ادارو څخه شکایتونه اوریدلي دي. زه به ددغې ستونزې په اړه د کورنیو چارو دوزارت له چارواکو سره خبرې وکړم.)

ښاغلي غني زیاته کړه چې انجیوګانو ته د کار د جواز په ورکولو کې باید له ډیر احتیاط څخه کار واخیستل شي هڅې نه چې له دغو ادارو سره له بهر نه مرسته شوې پیسې غلطو لاسونو ته ورنشي.

مرستندویه ادارې وایې له ۶۵۰۰ زیات کسان په انجیوګانو باندې د بندیز له امله خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

په پښتونخوا کې د بشر د حقونو د کمیسیون مرستیال شیرخان امریکا غږ ته وویل چې مونږ له بیلابیلو حکومتي ادارو سره خبرې کړیدي ترڅو ددغه ځنډ دلایل روښانه کړي خو دوي سم ځواب نه لري.

د بشري حقونو ځینې فعالان وایې په مرستندویه ادارو باندې دغه ډول بندیزونه د حکومت لخوا د خپلو کړنو د پټ ساتلو یوه هڅه ده.

د بشر د حقونو د ادارو لخوا د پاکستان پوځ په قبایلي سیمو کې په زورزیاتي تورن شویدی او همدغه ادارې بیا د حکومتي نیمګړتیاو راپورونه ورکوي هغه څه چې د پاکستان حکومت یې نشي زغملی.

د یوې سمیزې انجیو مشر شابان علي وايي مرستندویه ادارې له زوریاتي سره د مخامخ سیمو وګړو د عامه پوهاوي کچه لوړوي او له خپلو حقونو یې خبروي.

همدا دلایل دې چې حکومت مرستندویه ادارو یا انجیوګانو ته په اسانه د کار کولو اجازتنامه نه ورکوي.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG