لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: پاکستان، هند، چین خپل ایټمي وسله تون کې اضافه کړې ده


اسلام آباد کې میشته صحافي او تجزیه کار شاهد الرحمان چې د پاکستان ایټمي پروگرام په حقله يي یو شمیر کتابونه لیکلې دي وايي د پاکستان او هندوستان په ایټمي وسله تون کې د اضافي لویه وجه د دواړو گاونډي هیوادونو ترمنځ موجود رقابت او د ایټمي وسلو د مخنیوي په لړ کې د څه معاهدې نشتوالی هم دی
اسلام آباد کې میشته صحافي او تجزیه کار شاهد الرحمان چې د پاکستان ایټمي پروگرام په حقله يي یو شمیر کتابونه لیکلې دي وايي د پاکستان او هندوستان په ایټمي وسله تون کې د اضافي لویه وجه د دواړو گاونډي هیوادونو ترمنځ موجود رقابت او د ایټمي وسلو د مخنیوي په لړ کې د څه معاهدې نشتوالی هم دی
سویډن کې میشته یوې غیر حکومتي تحقیقاتي ادارې ویلي پاکستان، هندوستان او چین د تیر یو کال په مهال په خپل خپل ایټمي وسله تون کې اضافه کړې ده او تجزیه کار وايي د هند او پاکستان په ایټمي وسلو کې د زیاتوالي لویه وجه د دواړو هیوادونو ترمنځ موجود رقابت دی.
د سویډن سرښار سټاک هوم کې میشته انټرنیشنل پیس ریسرج انسټیټیوټ خپل ورستي رپورټ کې ویلي د کال ٢٠١٢ د ٢۴٠ په مقابله کې چین دا وخت ١٥٠ ایټمي وسلې لري.
د رپورټ ترمخه، پاکستان په تیر یو کال کې خپلو ایټمې وسلو کې د ١٠ ؤ اضافه کړې ده او دا وخت پاکستان د ١٠٠ ؤ نه تر د ١٢٠ پورې ایټمي وسلې لري.
د پاکستان تر څنگ هندوستان هم خپل ایټمي وسله تون کې د ١٠ ؤ وسلو اضافه کړې ده او دا وخت هند د ٩٠ نه واخلې تر د ١١٠ پورې ایټمي وسلې لري.
پاکستان او هندوستان کال ١٩٩٨ کې ایټمي چاؤدنې وکړې او دا رنگ يي وړاندې خفیه ساتل شوي خپل ایټمي صلاحیتونه ت نړۍ ته ښکاره کړل.
اسلام آباد کې میشته صحافي او تجزیه کار شاهد الرحمان چې د پاکستان ایټمي پروگرام په حقله يي یو شمیر کتابونه لیکلې دي وايي د پاکستان او هندوستان په ایټمي وسله تون کې د اضافي لویه وجه د دواړو گاونډي هیوادونو ترمنځ موجود رقابت او د ایټمي وسلو د مخنیوي په لړ کې د څه معاهدې نشتوالی هم دی.
پاکستان او هندوستان د همالیه د غرنۍ سیمې کشمیر په ملکیت درې جنگونه کړې دي. ددې ترڅنگ د دواړو هیوادونو تعلقات زیاتره د تاؤتریخوالي ښکار وي او هم دا رقابت د دواړو هیوادونو ترمنځ د وسلې د زغل لوې سبب گڼلی کیږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG