لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د ١٠٠ؤ نه زیاتې ایټمې وسلې لري


د پاکستان ایټمي وسلې وړونکې مزائیل
د پاکستان ایټمي وسلې وړونکې مزائیل

د امریکې یوې اهمې ورځپاڼې وئیلې پاکستان په دې ورستي کلونو کې د خپلو ایټمي وسلو شمیره دو چنده کړې او دا يي د ١٠٠ ؤ نه زیاته کړه ده.

واشنگټن پوسټ ورځپاڼې د گل په ورځ خپل رپورټ کې د غیر حکومتي تجزیه کارو د خلې وئیلې چې د پاکستان ایټمي وسله تون دا وخت د خپل گاونډې هیواد هند نه هم لوې دی.

واشنگټن کې د څیړنې ادارې انسټیټیوټ فار سائنس اینډ انټرنیشنل سکیورټي کې کار پوهه ډیوډ البرائټ واشنگټن پوسټ ته وئیلې د یورینیئم او پلوټونیئم جوړولو د رفتار په اساس ویل کیدی شي چې پاکستان تر ١١٠ پورې ایټمي وسلې لري.

دوه نور تجزیه کار د پاکستان د ایټمي وسلو شمیره د ١٠٠ ؤ او د ١١٠ په منځ کې ښائي.

پوهان وائي په کال ٢٠٠٨ د امریکې او هند ترمنځ د ایټمي توانائي معاهدې پاکستان ایټمي وسلې جوړولو رفتار تندولو باندې مجبوره کړو. پاکستان هم امریکې سره ددغه رنگ معاهدې غوښتنه کړې ده.

واشنگټن پوسټ وئیلې د امریکې سرښار واشنگټن کې د پاکستان په سفارتخانه د دفاعې چارو سفارتکار وئیلې د پاکستان ایټمي ودانو او ایټمي وسلو د شمیرې په حقله معلومات خفیه دې او په دې حقله څه نشې ویئلی. د سپینې ماڼۍ چارواکو هم د پاکستان د ایټمی وسلو د شمیرې په حقله وینا نه ډډه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG