لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نیویارک ټایمز: د نوازشریف زوال په پاکستان کې د جمهوریت لپاره ښه شگون نه دی


اداریه وايي د نوازشریف ممکنه ځاې ناست د هغه کشر ورور شهبازشریف دی چې د هغه په مقابله کې ښه منتظم دی او ممکنه ده چې امنیتي ادارو یا پوځ ته زیات د قبلولو وړ وي
اداریه وايي د نوازشریف ممکنه ځاې ناست د هغه کشر ورور شهبازشریف دی چې د هغه په مقابله کې ښه منتظم دی او ممکنه ده چې امنیتي ادارو یا پوځ ته زیات د قبلولو وړ وي

د امریکې وتلې ورځپاڼې نیویارک ټایمز ویلي د اقتدار نه د نوازشریف لرې کیدل نه یوازې په پاکستان کې د جمهوریت بلکې د امریکې او هندوستان سره د پاکستان د تعلقاتو لپاره څه ډیر ښه شگون نه دی.

د گل، دوشنبې، په ورځ په پاکستان کې د ورستي سیاسي بدولون په اړه نیویارک ټایمز "پاکستانز پرایم منسټر فالز اگین" عنوان د لاندې اداریه لیکلې چې مطلب يي دی د پاکستان وزیراعظم بیا رانسکور شو.

ورځپاڼه وايي که چا کتل چې ایا په پاکستان کې جمهوریت پښې مظبوطې کړې دې او که نا؟ نو د نوازشریف زوال يي په دې لړ کې څه مرسته نه کوي.

اداریه وايي په ظاهره خو د نوازشریف او د هغه د کورنۍ د نااهله کولو د سپریم کورټ فیصله په هیواد کې د قانون د عملدارۍ گټه ښايی خو ددې په شا سیاسي اختلافات او انتشار موجود دي چې د هیڅ چا په گټه نه دي.

او دا فیصله د امریکې او د هندوستان سره د پاکستان د کړکیچنو تعلقاتو د اینده لپاره هم د خوشحالۍ څه زیری نه لري.

اداریه په پاکستان کې د جموریت او غیرپوځي حکومتونو په صورتحال د افسوس څرگندونه کوي او د هیواد امنیتي ادارو همیشه د سیاسي حکومتونو لاس تړلی. د پاکستاني امنیتي ادارو په اړه اداریه وايي چې توجه يي لکه د سودایانو په هندوستان مرکوز ده، په ایټمي وسلو په جارحانه انداز پیسې لگوي او په افغانستان باندې دوه مخي تگ لاره لري.

نیویارک ټایمز وايي نوازشریف د پاکستان هغه واحد وزیراعظم دی چې درې وارې يي د وخت نه وړاندې حکومتونه ختم کړی شوي دي.

اداریه وايي د نوازشریف ممکنه ځاې ناست د هغه کشر ورور شهبازشریف دی چې د هغه په مقابله کې ښه منتظم دی او ممکنه ده چې امنیتي ادارو یا پوځ ته زیات د قبلولو وړ وي.

نیویارک ټایمز وايي د پوځ واک اختیار کمول، د افغان حکومت او د طالبانو ترمنځ د مذاکراتو حوصله افزايي کول او د هندوستان سره تعلقات بهتر کول د نواز شریف هغه اقدامات وو چې پوځ نه وو خوښ.

په پاکستان کې موجوده سیاسي پرمختگ د امریکې او د پاکستان د تعلقاتو لپاره هم د خوش بینۍ څه زیری نه لري. د طالبانو د حقاني ډلې خلاف د مناسب اقداماتو د نه کولو په سر تیره هفته امریکې د پاکستان د پوځي امداد څه برخه ودروله خو اداریه وايي د پاکستان نه دا توقع نه ده کول پکار چې دا دریځ به د لاسه ورکړي چې گنې گټه يي د امریکې خبره منلو پرځای په خپله خوښه د ترهگرو خلاف اقداماتو کې ده.

نیویارک ټایمز وايي که څه هم د امریکې او د پاکستان د تعلقاتو د اینده په اړه د موجوده وخت اندازې څه ډیرې خوشبینه نه دي خو د حکومت په بدلیدو کې د تبدیلۍ امکان موجود وي.

د ورځپاڼې اداریه وايي امریکې ته د پکار دي چې د نوازشریف ځای ناست په دې خبره قانع کړي چې په افغانستان کې د ترهگرو نوغی ویستل د دواړو هیوادونو په مفاد کې دي او د هیواد دننه سیاسي مشرانو د خپلو نیمگړتیاو ترڅنگ لکه د نوازشریف هندوستان سره د تعلقاتو د ښه کولو او د پوځ د اختیاراتو د کمولو کوښښونه کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG