لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د تحریک انصاف مخالفه ګوندونو د حکومت پرضد تحریک شروع کولو فیصله کړې


د پاکستان حکومت مخالف سیاسي ګوندونو په ټول ګوندیز کانفرنس کې د واکمن تحریک انصاف خلاف د احتجاجې تحریک شروع کولو فیصله کړې.

پایه تخت اسلام اباد کښې تېره ورځ د اپوزیشن ګوندونو په غونډه کښې بېلا بېلو سیاستمدارانو د حکومت خلاف احتجاجي تحریک شروع کولو لپاره یو شمېر سپارښتنې کړي.

اپوزیشن ګوندونو د غونډې وروستو په ګډه اعلامیه کښې د هېواد طاقتوره پوځي اداره باندې غږ کړی چې د ملک په سیاسي چارو کښې دې لاس وهنه نه کوي.

په کانفرنس کې شامل سیاسي ګوندونو د ملک دننه په زور بې درکه کړل شوو تنانو پته لګولو او هغوي عدالتونو ته وړاندې کولوغوښتنه کړې.

د سرچینو ترمخه د غونډې کوربه او د جمېعت علماې اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان د وزیراعظم عمران خان خلاف د مذهب په اړه کړو لانجمنو خبرو معامله راپورته کړې.

مولانا فضل الرحمان غوښتل چې د وزیراعظم په ضد د مذهب د سپکاوي تور دې د ګډې اعلامیې برخه جوړه کړی شي.

خو د پيپلز ګوند شریک چېرمېن بلاول بهټو زرداري ویلي دي چې هغه د کوم یو تن یا سیاستمدار خلاف د مذهب کارډ یا پته استعمالولو په حق کښې نه دی.

د ساینس او ټیکنالوجۍ مرکزي وزیر فواد چودهري د وزیراعظم عمران خان خلاف د مذهب کارډ استعمال مخالفت کولو په سر د بلاول بهټو زرداري د کردار ستاینه کړې او د سیاسي مشرانو او نورو خلکو خلاف بې ځایه فتوې ورکوونکي عالمان یې د ملک لپاره لویه خطره بللې.

په ټوېټر باندې خپل یو بیان کښې فواد چودهري په پاکستاني اولس غږ کړی چې په خلکو باندې د ثبوتونو بغیر فتوې لګوونکو عالمانو مخه ونیسي.

په ټول ګوندیز کانفرنس کښې برخه اخستونکي د جمعیت علما اسلام مرکزي مشر حاجي غلام علي ویلي چې د هېواد دستور دوي ته د مذهب سپکاوي معاملې راپورته کولو حق ورکوي.

وي او ای ډیوه سره خبرو کښې حاجې غلام علې ویلي چې د پېښور اعلا عدالت لخوا په وروستیو کښې د تحرېک انصاف صوبايي حکومت باندې تعلیمې نصاب کښې د مذهب په اړه لانجمنو خبرو شاملولو په سر نیوکې د تحریک انصاف په اړه ددوي اندېښنو ته وده ورکوي.

د کانفرنس د اعلامیې جوړوونکې کمېټۍ غړي او د قومي وطن پارټۍ یو مشر هاشم بابر ډیوه ته ویلي چې مذهبي سیاسي ګوندونه په ځنې مسلو ځان ځان له دریځ لرلی شي خو نوموړي د عمران خان په ضد د مذهب سپکاوي تورونو په حقله خپله لا علمي څرګنده کړه.

پاکستان کښې د مذهب قانون غلط استعمال پېښې وخت په وخت رامنځ ته کیږي چې له کبله یې یو شمېر تورن تنان د قهرجن مظاهرچیانو د لاسه وژلی شوي دي.

د پاکستان سپریم کورټ هم د مذهب د سپکاوي قانون په ځنې مقدمو کې ددې خبرې پخلی کړی چې دغه قانون د ذاتي ګټو لپاره استعمال کړی شوی او د قانون غلط استعمال مخنيوي لپاره یې حکومت ته احکامات ورکړي.

د پيپلز ګوند سره تعلق لرونکی د پنجاب صوبې پخوانې ګورنر سلمان تاثیر او د اقلیتي عیسايي ډلې پخوانی وزیر شهباز بهټي دغه قانون ته د بیا کتنې د غوښتنې په سر وژلی شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG