لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د تحریک انصاف مخالفه ګوندونو د احتساب په قانون کې بدلون رد کړی


د پاکستان تحریک انصاف حکومت مخالفه سیاسي ګوندونو د کرپشن د تورونو سره مخ یو تن خلاف ګام پورته کولو کې د احتساب قامي ادارې اختیارات کمولو (محدودولو) لپاره د نیب (احتساب قامي ادارې) په قانون کې د بدلون کولو حکومتي ګام رد کړی او ویلي حکومت خپلو کسانو ته د ګټو رسولو لپاره داسې ګامونه پورته کوي.

د پاکستان صدر ډاکټر عارف علوي تیره ورځ د یو صدارتي حکم لاندې د احستاب په قانون کې بدلون راوستی چې د هغه خلکو خلاف ګام پورته کولو کې یې د نیب واک اختیار محدود کړی په چا چې د کرپشن تورونه وي.

د نوي بدلون لاندې حکومتي او یا سرکاري څوکۍ لرونکو چارواکو ته زیات تحفظ ورکړل شوی او د دې ترڅنګ یو شمېر مالیاتي څانګې د نیب د واک اختیار د څار نه ویستلی شوي.

د خالي یا شنبې په ورځ په اسلام اباد کې د اپوزیشن ګوندونو رهبر کمېټۍ مشر اکرم خان دراني د یوې غونډې وروستو خبري کانفرنس ته ویلي،تحریک انصاف ګوند خپلو نزدې خلکو ته تحفظ ورکولو لپاره د نیب په قانون کې بدلون راوستل غواړي.

پاکستان کې د احتساب قامي اداره د وړاندې نه تورونه لګول کيږي چې هرحکومت یې د خپلو سیاسي مخالفینو پرضد کاروي.

د عمران خان تحریک انصاف حکومت لخوا د نیب په قانون کې د بدلون دا ګام په داسې وخت پورته شوی چې تیره میاشت د پاکستان د احتساب قامي ادارې یا نېب مشر جاوید اقبال ویلي وو چې اوس د هوا ګانو اړخ بدلیدونکی دی او اداربه به اوس د دویم محاذ په لور تګ کوي.

د نومبر په ۱۹مه نیټه په ورځ‌ اسلام اباد کې یوې دستورې ته په وینا کې ښاغلي جاوید اقبال زیاته کړې وه، هیڅوک دې دا نه ګڼي چې ګنې واکمن ګوند ته داحتساب نه استثنا ترلاسه ده خو نیب وړومبی هاغو دوسیو ته پام ورګرځولی چې د اوړدې مودې راهسې دځنډ ښکار وې.

په پاکستان کې حکومت مخالفه سیاسي ګوندونه اؤ څېړونکي داحتساب اداره نیب دحکومت پلوي بولي اؤ تورونه لګوي چې حکومت ددغه ادارې له لارې دخپلو سیاسي مخالفینو څخه انتقام اخلي.

نیب دامهال دمخالفو ګوندونو ګڼ شمیر مشران دغبن په تورونو نیولي چې پکې ځېنو ته سزاګانې اورول شوي اؤ‌ په ځېنو مقدمې روانې دي خو څېړونکي وایي چې دحکومتي ګوند دمشرانو په غبن نیب خپلې سترګې پټې کړي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG